افغانستان
له پاکستان څخه ۷ زره افغانان هېواد ته راستانه شول
د کندهار د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست مسئولینو په تېرو ۴۸ ساعتو کې د یاد ولایت د سپین بولدک له لارې د ۷ زره افغانانو د راستنېدو خبر ورکړی دی.
د کندهار د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست مسئولینو په تېرو ۴۸ ساعتو کې د یاد ولایت د سپین بولدک له لارې د ۷ زره افغانانو د راستنېدو خبر ورکړی دی.
د کندهار د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست مرستیال مولوي نقیب الله مومن اغا د باخترآژانس خبریال ته وویل چې اوس مهال په سپین بولدک ولسوالۍ کې له پاکستان څخه د راتلوونکو افغانانو شمېر زیات شوی او د افغانستان اسلامي امارت د اړینو خدماتو وړاندې کولو ته چمتوالی لري.