افغانستان

د مالیې وزارت سرپرست په هلمند کې د بست فابریکې څخه لیدنه وکړه

د مالیې وزارت سرپرست ملا عبدالناصر اخند هلمند ولایت ته د سفر په ترڅ کې د بست نباتي غوړیو او پنبې دولتي فابریکې څخه لیدنه وکړه.

د مالیې وزارت سرپرست ملا عبدالناصر اخند هلمند ولایت ته د سفر په ترڅ کې د بست نباتي غوړیو او پنبې دولتي فابریکې څخه لیدنه وکړه.

د یادې فابریکې عملیاتي مرستیال انجینر محمد حسین نیازي د مالیې وزارت له سرپرست غوښتنه وکړه چې د یادې فابریکې د تولیداتو لپاره د بازار موندنې په برخه کې کار وکړي ترڅو ټول تولیدات یې په کور دننه وپلورل شي.

نوموړي زیاته کړه چې که څه هم د یادې فابریکې ماشینري زړه ده خو بیا هم ددې جوګه ده چي په لوړ کیفیت تولیدات ولري.

ورته مهال د مالیې وزارت سرپرست ملا عبدالناصر اخند وویل چې بودیجې ته په کتو موږ هڅه کوو ترڅو د دغه ډول فابریکو د تولیداتو لپاره بازار موندنه وکړو او فعالیتونو ته یې پرمختګ ورکړو.

نوموړي زیاته کړه چې د دوه میاشتو په لړ کې به کندهار کې دوې د نساجي فابریکې فعاله کړو.

د يادونې وړ ده چې دا دولتي شرکت د پلور لپاره ۱۳۰۰ ټنه مالوچ او ۲۰۰ ټنه غوړي لري.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *