افغانستان
د عامې روغتیا وزارت سرپرست په سپين بولدک کې د روغتيايي ټيمونو چارې وارزولې
د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد، په سپين بولدک کې د راستنېدونکو هېوادوالو په پنډغالو کې د روغتیايي ټیمونو چارې له نږدې وليدلې.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد، په سپين بولدک کې د راستنېدونکو هېوادوالو په پنډغالو کې د روغتیايي ټیمونو چارې له نږدې وليدلې.
د عامې روغتیا وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې ډاکټر قلندر عباد، هلته روغتیايي کارکوونکو ته د بشپړې پاملرنې او معیاري روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه، لازمې سپارښتنې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د راستنېدونکو هېوادوالو لپاره ۲۴ ساعته روغتیايي خدمتونه وړاندې کېږي او درمل او امبولانسونه هم په سیمه کې موجود دي.