جهان

ترکیه او سوریه کې د زلزلې د قربانیانو شمېر له ۵۰ زرو واوښت

د ترکیې او سوریه په ګډ سرحد کې د فبروري د شپږمې د زلزلې د قربانیانو شمېر له ۵۰ زرو واوښت. دا ارقام

د ترکیې او سوریه په ګډ سرحد کې د فبروري د شپږمې د زلزلې د قربانیانو شمېر له ۵۰ زرو واوښت. دا ارقام
د دواړو هېوادونو دولتي سرچینو ورکړي دي. د ترکیې د طبیعي پېښو ادارې له خوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې یوازې په ترکیه کې د زلزلې له کبله د مړینو ټول شمېر ۴۴۲۱۸ ته او په ګاونډۍ سوریه کې دا شمېر ۵۹۰۰ ته رسېدلی، خو د سوریې د جګړې یوه څارونکې ډله په دې هېواد د یادې زلزلې د تلفاتو شمېر ۶۷۶۰ یادوي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *