گزارش

کندهار کې د «کندهاري زعفرانو» په نوم یو ورځنی نندارتون جوړ شوی

کندهار کې د لومړي ځل لپاره د زعفرانو نندارتون پرانېستل شو چې د دغه ولایت له بېلابېلو ولسوالیو څخه په‌کې کروندګرو ګډون کړی او خپل حاصلات یې نندارې ته اېښي دي.

کندهار کې د لومړي ځل لپاره د زعفرانو نندارتون پرانېستل شو چې د دغه ولایت له بېلابېلو ولسوالیو څخه په‌کې کروندګرو ګډون کړی او خپل حاصلات یې نندارې ته اېښي دي.

د «کندهاري زعفرانو» په نوم دغه نندارتون پنج‌شنبه د لیندۍ دویمه جوړ شوی چې د یاد ولایت د بېلابېلو ولسوالیو کروندګرو له‌خوا په‌کې زعفران نندارې ته کېښودل شوې دي.

د کندهار د زعفرانو ټولنې مشر محمد داود چې د زعفرانو په بابا هم مشهور دی، وویل، د کندهار هوا د زعفرانو لپاره مناسبه ده او په وینا یې، کروندګر کولای شي د دغه نبات کرلو سره ښه حاصل ترلاسه کړي.

نوموړي وویل، د تېرکال په پرتله دغه ولایت کې د زعفرانو په کښت کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی. د هغه په وینا، یو‌شمېر کروندګر یې د زعفرانو کرلو لپاره روزلي او ۳۰ کسان یې هرات ولایت ته د دې کښت لارو چارو زده‌کړو لپاره لېږلې دي.

نوموړي وویل: «نو دغه اوس کومه نمایشګاه چې وه د هالنډ کمېټې له‌خوا وه، موږ منندویه یوو، خلک راغله زموږ زعفران یې وکتل، ښه زعفران و، اوله درجه زعفران و، خوشحال زعفران و، سوپرنګین زعفران و، د پیراغا په نامه زعفران و چي ډېر ښه زعفران دي. کندهار کی دغه کښت نوی کښت دی، خو بیا هم فعلاً ډېر دی، موږ په کندهار کي ۵۰۰ کروندګر لرو چي په دغه کښت مصروف دي.»

د ژېړۍ ولسوالي اوسېدونکي عبدالقادر تازه د زغفرانو کرلو ته مخه کړې او سږکال یې خپلې کروندې څخه ښه حاصل ترلاسه کړی دی.

نوموړي وویل: «سږکال خو نو زموږ اول کال دی، داسې ډېر حاصل یې نه‌دی کړی، خو بل کال یې حاصل ډېرېږي او ژېړۍ ولسوالي او کندهار دا ډېر ښه زعفران کوي، که موږ چې هغه په هرات کې ولیدل، هغه یو رقم و، زموږ بل رقم دي. موږ یې د وچېدو وسایل نه‌لرو چې موږ یې وچ کړو چې د موسيسې له‌خوا موږ سره دغه همکاري وشي د ماشینانو پر برابر د خشکنانو نو بیا ان‌شاالله ښه کښت دی.»

په ورته وخت کې د کرنې برخه کې د مرسته‌کوونکې هالنډ کمېټې مسئول عبدالهادي وویل، کروندګرو ته یې د زعفرانو د کښت په اړه لازمه ښوونه ورکړې او هغه امکانات یې په واک کې ورکړي چې د دغه کښت لپاره ترې استفاده کېږي.

هغه وویل: «دوی ته مو ټوله په هغه برخه کي پوهاوی ورکړی دی او ټوله دوی د نږدې څارلي دي. موږ تقریباً په دغه پروژه کې د کندهار په پنځو ولسوالیو دامان، ډنډ، پنجوايي، ژېړۍ او میوند ولسوالۍ کې فعالیت لرو. موږ د دوی سره پر ۷ کسانو چي یو بل ته یې لاسرسی سره کېږي. د یوه دانه جنراتور او د هغه ترڅنګ د زعفرانو د وچولو ماشین او د هغه ترڅنګ د حاصل ټولولو کیټونه موږ دوی ته توزیع کړې دي.»

د کندهار زعفرانو ټولنې د معلوماتو پر بنسټ، دامهال د دغه ولایت په پنځو ولسوالیو ارغنداب، ډنډ، پنجوايي، میوند او ژېړۍ کې ۵۰۰ کروندګرو پر شاوخوا ۳۰۰ جریبه ځمکه زعفران کرلي چې په اوسط ډول یې یو کیلو زعفرانو څخه ۹۰زره افغانۍ عاید ترلاسه کړی دی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *