جهان

د هند په یوه ایالت کې د کورنۍ جګړې وېره

د هند د شمال ختیځ په کوچني ایالت مانيپور کې د دوو قومونو ترمنځ د نښتو له امله د کورنۍ جګړې وېره په ډېرېدو ده.

د هند د شمال ختیځ په کوچني ایالت مانيپور کې د دوو قومونو ترمنځ د نښتو له امله د کورنۍ جګړې وېره په ډېرېدو ده. هلته د میتي او کوکي په نومونو د دوو قومونو ترمنځ د مځکې او نفوس پر سر د جنجالونو امله په تېره څه باندې یوه میاشت کې له ۵۰۰ ډېرو کسانو ته مرګژوبله اوښتې او په لسګونو زره نور د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي. په مانیپور ایالت کې د دغو قومونو ترمنځ پټې او ښکاره لانجې له اوږده مهاله روانې دي او د هند مرکزي حکومت ورته تر ډېره پاملرنه نه ده کړې. د هند لومړی وزیر نریندرا مودي په خبري غونډه کې وېیلي، «د کوکي ټبر د دوو ښځو وېډیو ټول هند وشرماوه. په پېښه کې ښکېل هېڅ کس به ونه بښل شي. د مانیپور له لوڼو سره چې څه وشول د بښلو نه دي.»

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *