گزارش

دبامیان پوهنتون ۷۶۰ محصلین فارغ شول

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري مرستیال او ورسره مل پلاوي د بامیان پوهنتون د ۱۴۰۲هـ.ش کال محصلینو په فراغتغونډه کې ګډون  کړی.

 

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري مرستیال او ورسره مل پلاوي د بامیان پوهنتون د ۱۴۰۲هـ.ش کال محصلینو په فراغتغونډه کې ګډون  کړی.

په یاده غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حافظ محمد حامد حسیب فارغو شویو محصلینو ته د مبارکۍ تر څنګ، له هغوی غوښتي چې خپلو لوړو زده کړو ته دوام ورکړي.

نوموړي محصلین د ماسټري او دوکتورا لوړو زده کړو ته هڅولي او ویلي يي دي؛ لوړو زده کړو وزارت په ټولنه کې اړتیا ته په کتو په هېواد کې دننه د ماسټري او دوکتورا پروګرامونه رامنځته کړي او په هېواد کې د لوړو زده کړو پراختیا او پرمختګ ته ژمن دی.

حامد حسیب زیاته کړې؛ چې لوړو زده کړو وزارت په هېواد کې د فوق لېسانس پروګرامونو لپاره د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون په نامه ځانګړی پوهنتون جوړ کړی، تر څو په هېواد کې په لوړو تحصیلي کچو علمي کادرونه وروزي.

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري مرستیال ویلي؛ دغه وزارت د نورو وزارتونو او ادارو لپاره بشري ځواک روزي.

هغه له فارغ شویو محصلینو څخه غوښتي، چې له خپل تر لاسه شوې پوهې او مهارتونو څخه د خپلې ټولنې او هېواد په خدمت کې کار واخلي.

نوموړي د لوړو زده کړو وزارت دوه کلن مزل او لاسته راوړنو ته په اشارې سره فارغو شویو محصلینو ته ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت به د کار او خدمت زمنیه ورته برابروي.

د بامیان ولایت والي مولوي عبدالله سرحدي ویلي؛ تعلیم او تعلم د انسان معنویت لوړوي او الله تعالی ته یې نیږدې کوي.

نوموړي د دیني او عصري زده کړو تر منځ د شته واټن پر ختمولو ټينګار کړی او ولسونه یې یووالي ته رابللي دي.

د لوړو زده کړو وزارت د دولتي محصلانو رییس استاد حامد یعقوبي د فارغو شویو محصلینو د کورنیو او پلرونو ستاینه کړې، چې په سختو شرایطو کې یې د خپلو اولادونو لپاره د درس زمینه برابره کړې وه.

نوموړي ویلي؛ چې موږ یو وخت له علمي، سیاسي او اقتصادي پلوه په نړۍ کې لومړی مقام درلود او نړۍ مو رهبري کوله، چې یو ځل بیا باید خپل واقعي هویت ته وروګرځو.

ښاغلي یعقوبي ویلي؛ موږ باید په هېواد کې د سرتاسري امنیت، اسلامي نظام او د لوړو زده کړو په برخه کې د دا ډول لاسته راوړنو شکر ادا کړو او مثبته ګټه ترې واخلو.

د بامیان پوهنتون ریيس مفتي حضرت محمد برهاني فارغو شویو محصلینو ته ویلي؛ تاسو د خپلې ټولنې پر وړاندې مسولیت لرئ او له هغوی څخه یې غوښتي، چې په ستخو لارو له کډوالۍ ډډه وکړي.

د بامیان پوهنتون اووه پوهنځيو له ۳۴ څانګو څخه ۷۶۰ کسان فارغ او ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې شول.

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري مرستیال او ورسره مل پلاوي د ۶ میلیونه او ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت د بامیان پوهنتون د بیارغونې پروژې پرانیسته هم وکړه.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *