گزارش

د مخابراتو وزارت: ډېر ژر به په بازار کې ګرځنده سیم کارتونه وویشل شي

د کابل ښار په بازارونو کې د سیم کارتونو د نه شتون په اړه د یو شمېر هېوادوالو له شکایت وروسته، د مخابراتو وزارت چارواکي وايي، مخابراتي شرکتونو ته یې ګرځنده سیم کارتونه ورکړي او ډېر ژر به په بازارونو کې ووېشل شي.

 

د کابل ښار په بازارونو کې د سیم کارتونو د نه شتون په اړه د یو شمېر هېوادوالو له شکایت وروسته، د مخابراتو وزارت چارواکي وايي، مخابراتي شرکتونو ته یې ګرځنده سیم کارتونه ورکړي او ډېر ژر به په بازارونو کې ووېشل شي.

د مخابراتو او ټکنالوجۍ وزارت ویاند عنایت الله  الکوزی وویل: «تر دې مخکې د ځینو ستونزو پر بنسټ سیم کارټونه وو چی وویشل شی.»

که څه هم الکوزي په ډاګه نه کړه، چې د مخابراتي شرکتونو ستونزې څه دي، خو ویې ویل «اوس مهال مخابراتي شبکو ته سیم کارتونه شتون لري.» او ډېر ژر به بازار ته وړاندې شي.

د مخابراتو وزارت ویاند دا هم ویلي چې پخوا به سیم کارتونه له ثبت پرته پر خلکو پلورل کېدل، خو اوس مخابراتي شرکتونه حق نه لري چې له راجسټریشن پرته سیم کارتونه وپلوري.

په همدې حال کې د هېواد یو شمېر ښاریان د کابل ښار په بازارونو کې د موبایل سیم کارتونو له نشتوالي شکایت کوي.

د کابل ښار اوسېدونکي سباوون وويل: «په بازار کې سيم کارت نشته، څو څو ځلې د شرکت له استازو سره مراجعه کړې، هغوى وايي چې سيم کارت نه لري.

د کابل ښار يوه بل اوسېدونکي عزت عزيزي وويل، څو ورځې کېږي چې د سيم کارت د ترلاسه کولو لپاره د مخابراتي شرکتونو استازو ته ورغلى، خو سيم کارت نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د کابل په بازارونو کې د موبایل سیم کارتونه په ارزانه بیه پلورل کېدل.

د يادونې وړ ده، چې له دې وړاندې د موبايل سيم کارتونو د ثبت نشتوالى او په پراخه او ارزانه بيه يې پلورل په هېواد کې د امنيتي جرمونو د زياتوالي لامل شوى و، خو د مخابراتو وزارت د مسئولينو په وينا، اوس راجستر شوي سيم کارتونه له کاره لوېدلي دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن