اجتماعی

په اقتصادي لحاظ افغانستان دسیمیز اتصال د پیاوړتیا په لور، روان دي

څنګه چې په افغانستان کې سراسري امنیت اوثبات تامین شوي د نورو ډیرولاس ته راوړونو او مثبتو بدلونونو ترڅنګ افغانستان په اقتصادي لحاظ ورځ تربلي په ټولو سیاسي ، ټولنیزو اواقتصادي ډګرونو کي نه یوازي په ملي سطحه بلکې په سیمیزه سطحه کي لا د پرمختګ او انکشاف په لور روان دي که څه هم دافغانستان بهرني او کورنی دښمنان اوبد خواهان هڅه کوي چي دا هیواد دبشري حقونو او د ښځو د حقونو تر پردي لاندي په نړیواله سطحه ګوښی او منزوي وساتي خو دافغانستان داسلامي امارت چارواکې په دي فکر او هڅه کې دي چې د نورو د مرستو او کومکونوپرته په خپل ځان متکې او په خپلو پښو ولاړ هیواد بدل شي او د خپلو داخلي سرچینو او منابعو نه په ښه توګه ګټه پورته کړي او د نورو له اختیاجه خلاص شي.

.افغانستان دخپلو کانونو اومعدنونو له درکه په تیره بیا د دسروزرو، سپینوزرو، میسو ، اوسپنی ، یورانیمو، کرومایټو، او قیمتې ډبرولکه: . لاجوردو ، زمرودو لعل بدخشان ، کوارتز او نورو نباتې ډول ، ډول ګټورو بوټو له درکه یوشتمن او غنې هیواد دي.

کاني اومعدني سرچیني ېې په نړۍ کې نړیوال شهرت او ښه نوم لري خو که د نړۍ بازارونوسره وصل او، ونښلوشي او د خپلو مالونودخرڅلاو لپاره ورته بازارونه او مارکیټونه پیداشي له شک پرته به دا هیوادپه اقتصادي لحاظ دنړیوالوسره دسیالۍ جوګه او نمونه وکرځی.

دلته زمونږ دبحث اصلي موضوع هم په سیمیز اتصال ، د ترانزیټ په آسانتیاو ، د هیوادونو ترمنځ په ګډومنافعو ، د بانګونواود بانګدارۍ په  مسایلو ده چې پاملرنه ورته د وخت اساسي اړتیا او غوښتنه ده.

تیره ورځ دپاکستان په پلازمینه آسلام آبادکې د افغانستان،پاکستان او ، ازبکستان د هیوادونو ترمنځ په دری اړخیزه غونډی باندي ده چې

دپاکستان په پلازمینه اسلام آباد کي راغونډ شوي وو.

په آسلام آباد کې دافغانستان سفارت واېې: چې په دي غونډه کې د دري واړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا ، سیمیز اتصال ، ترازیټې آسانتیاو د ګډو منافعو په زیاتیدو دبانګدارۍ  د سیستم په جوړولو اوپراختیاد ، د ویزو په آسانتیاو او په دري

اړخیزه ترانزیټ او یوشمیر نورو   مهمو او حیاتی ماسایلو خبري وي چې په اقتصااي لحاظ دافغانستان لپاره دښی راتلونکې زیري ورکوي.

باور دي که دافغانستان اسلامي امارت د نړۍ دهیوادونو په تیره بیا دسیمی دهیوادونو او د منځنۍ آسیا د هیوادونولکه: ازیکستان ، تاجکستان ، ارمنستان، قزاقستان او په نورو هیوادونو کې د خپلو مالونو او خامو موادو د خرڅلاو  په منظور د نړۍ دبازارونو او مارکیټونو سره وصل او ونښلول شي اوپه دي اړوند لازم ظرفیتونه او فرصتون په کار واچول شي نه یوازي افغانستان په دسیمې د اتصال په یو مرکز بدل شي بلکې په اقتصادي لحاظ به هم ډیري لاس ته راوړني اوبریاوي ولري.

د ملي رادیوتلویزیون څخه :

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *