سیاسی

آيا افغانستان داعش قبلوي؟

د افغانستان د مسلمان ملت په منځ کې د داعش د شتون او پرمختګ په مخ کې يو اساسي خنډ، د داعش ايډيالوژي او عقیده بلل کېږي. د افغانستان د خلکو ديني زده کړې او راسخه عقيده، د دغه فتنګرې ډلې د مذهبي زده کړو شتون، ودې او پرمختګ ته اجازه نه ورکوي.

محمد صادق طارق

ژباړه: محمود محفوظ

د افغانستان د مسلمان ملت په منځ کې د داعش د شتون او پرمختګ په مخ کې يو اساسي خنډ، د داعش ايډيالوژي او عقیده بلل کېږي. د افغانستان د خلکو ديني زده کړې او راسخه عقيده، د دغه فتنګرې ډلې د مذهبي زده کړو شتون، ودې او پرمختګ ته اجازه نه ورکوي.

نو پوښتنه دا ده چې ولې نړيوال په افغانستان کې د دغه ډلې د شتون خطر لوی ښيي؟

آيا نو افغانستان د دغه خونخوارې ډلې (داعش ) شتون ته حاضر دی؟

د دغه پوښتنې له ځواب څخه مخکې اول باید عرض وشي، چې په افغانستان کې د داعش د شتون په اړه نړيوال او په ځانګړي ډول امريکا په داسې حال کې خبرداری ورکوي، چې خپله امريکايي نظاميان په افغانستان کې د داعش د نفوذ او پراخوالي په هڅه کې دي. ترڅو له دغه لارې د فتنګرو افراد او غړي د منځنۍ اسيا هېوادونو ته داخل کړي او د خپلو رقيبو هېوادونو قلمرو نا امنه کړي. نو امريکا بايد په افغانستان کې د داعش له شتون څخه هېڅکله هم د پرېشانۍ ښکارندوي ونکړي، ځکه دوی خپله د هغوی د حمايت او پراختيا دنده پر غاړه اخيستي ده.

ولې بيا هم لازمه ده چې وپوهېږو آيا ريښتيا هم افغانستان د داعش د شتون لپاره آماده او مساعد دی؟

د مملکتونو د سياسي چارو کارپوهان د داعش د شتون او نه شتون له اړخه په لاندې ډول طبقه بندي کوي.

۱- هغه هېوادونه چې داعش د هغه سيمې په خپل واک کې اخيستې دي لکه: سوريه او عراق

۲- هغه هېوادونه چې داعش يې په سيمو کې پرته له تصرف څخه د شتون ادعا کوي لکه: افغانستان او… نو زموږ هېواد يې په دوهم رديف کې ځای پر ځای کړی دی، چې د داعش د شتون ادعا کېږي مګر عملاً نشته.

هغه دلايل چې د يو هېواد په راتلونکي کې، د دواعشو د تفکر د نفوذ او پراخوالي لپاره زمينه برابروي زيات دي، مګر مهم دلايل يې په لاندې ډول دي:

* د امنیتي خلا شتون

د هر هېواد چې امنيتي کړۍ سستې او ضعیفه وي، د فتنګرو ډله هلته د نفوذ کولو توان پيدا کوي، چې الحمدلله زموږ ګران هېواد افغانستان له بې جوړې امنيت څخه برخمن دی‌. هره بلوا چې د دين او مذهب د دښمنانو له خوا طرحه کیږي، د الله عزوجل په مرسته، د هېواد د امنيتي ځواکونو له خوا په نطفه کې خنثی کېږي.

* د داخلي کشمکش شتون

هر هېواد چې چې په داخلي اړ و دوړ کې غرق وي، او اوبه یې له حلقوم څخه تېرې شوې وي، دوی ډېر په آسانۍ سره فعاليت کولی شي، الحمدلله زموږ ګران هېواد افغانستان د داخلي جنګونو له اور څخه نوی راوتلی دی او ورځ تر بلې قوي کېږي، همدغه دلیل دی چې دلته فتنګر د خپلې نظريې د ترویج توان نلري.

* د هېواد په سياسي بحران کې ښکېلېدل

هر کله چې يو هېواد په سياسي بحران کې ښکېلېږي او د خپلو مسائلو د اداره کولو توان له لاسه ورکوي، د دواعشو د فتنګرو ډلو د نفوذ او پراخوالي پر مخ لارې هوارېږي او د هېواد له سياسي بحران څخه د خپلو شومو موخو او کړنو لپاره استفاده کوي.

مګر زموږ هېواد د الله عزوجل په مرسته په اوسني وخت کې هېڅ ډول سياسي مشکل نلري.

* د خلکو د ديني عقايدو ضعف

هر کله چې د يو هېواد د اوسېدونکو ديني فهم او عقیده ضعيفه وي، داعش له دغه نيمګړتيا څخه په استفاده، خپل فکري سلطنت چلوي. مګر د افغانستان خلک په سادګۍ سره د دواعشو تر اثر لاندې نه راځي، افغانان د ملي احساساتو نه علاوه، د خپلو ديني او مذهبي عقايدو پوره پابند دي. نو داعش او همفکره یې دې د خپلو بادارانو له سرنوشت او د افغانستان له تاريخ څخه عبرت واخلي او خپل دغه ناکراره خوب، چې د افغانستان پر غيوره خاوره به ځای پيدا کوي، ګور ته یوسي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *