جهان

اوکراین له کیف سره د امریکا د نظامي مرستو ستاینه وکړه

د اوکراین جمهور ريیس ولادمیر زیلنسکي د امریکا له وروستیو څو میلیارد ډالري مرستو څخه چې د براډلي زغره وال ټاکونه هم پکې شامل دي

د اوکراین جمهور ريیس ولادمیر زیلنسکي د امریکا له وروستیو څو میلیارد ډالري مرستو څخه چې د براډلي زغره وال ټاکونه هم پکې شامل دي، ستاینه وکړه.هغه ووېیل دا دقیقا هغه څه دي چې له روسي ځواکونو سره په جګړه کې د اوکرایني ځواکونو په کار دي. د اوکراین جمهور ريیس دا « ډېره پیاوړې چوپه» وبلله:» موږ به د لومړي ځل لپاره براډلي زغره وال ترلاسه کړو، دا دقیقا هغه څه دي چې په کار دي. د دقیق هدف ویشتونکو، نویو راکټونو او نویو ډرونونه په ګډون، نوې وسلې. دا پر وخت او پیاوړي دي.» زیلنسکي په داسې حال کې د امریکا د نظامي مرستو ستاینه کوي چې سپینې ماڼۍ د جمعې په ورځ له اوکراین او د ناټو د ختیځې اروپا له غړو هېوادونو سره د ۳.۷۵ میلیاردو ډالرو په ارزښت د وسلو او نورو مرستو اعلام وکړ.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *