افغانستان

د اقتصاد وزارت د مرستو په وېش کې د لاسوهنې ادعا رد کړه

د اقتصاد وزارت د مرستو په وېش کې د لاسوهنې ادعا رد کړه

د اسلامي امارت د اقتصاد وزارت د افغانستان په چارو کې د امریکا د ځانګړي مفتش (سیګار) ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې اسلامي امارت د مرستو په ویش کې لاس نه لري.

پنجشنبه د عقرب ۲۵ مه د اقتصاد وزارت د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش دفتر (سیګار) د وروستي راپور په اړه د یوې بیانیې په خپرولو سره غبرګون وښود او د مرستو په ویش کې د افغانستان د اسلامي امارت د لاس وهنه یې رد کړه.

په اعلامیه کې راغلي: دا ډول راپور بې بنسټه او د افغانستان له هدفي پرمختګونو څخه انحراف دی، په داسې حال کې چې د افغانستان اسلامي امارت له نړیوالې ټولنې سره د تعامل او اعتماد جوړونې تګلاره د خپلې اجنډا په سر کې ځای کړې ده.

په دې اعلامیه کې ټینګار شوی: د افغانستان اسلامي امارت تل هڅه کړې چې له نړیوالو مرستندویه موسسو او مرستندویه بنسټونو سره صادقانه او شفافه همکاري وکړي د اقتصاد وزارت ویاند زیاته کړه: د افغانستان اسلامي امارت ټولې هڅې د مرستو په شفاف او مستحقو کسانو د ویش په موخه دي.

په اعلامیه کې همدا راز ویل شوي چې د افغانستان اسلامي امارت هیڅکله د مرستو د ویش په بهیر کې د مداخلې او پر نړیوالو بنسټونو فشار نه اچوي، بلکې هڅه کوي چې د مرستو د وېش په بهیر کې د نړیوالو موسسو او مرستندویه بنسټونو لپاره ډیرې اسانتیاوې برابرې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې سیګار ورځپاڼې یو راپور خپور کړ چې ادعا یې کړې وه چې اسلامي امارت د امریکا د مرستو په ګډون د مرستندویه موسسو د مرستو د وېش په بهیر کې لاسوهنه کوي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *