د لوړو زده کړو وزارت سرپرست: هڅه کوو، د نجونو د پوهنتونو ستونزې ته د شریعت په رڼا کې حل لاره پیدا کړو
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ ندا محمد ندیم پرون په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د یوناما له سرپرست مارکس پوتزل او مسؤلینو سره د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې د همکاریو په موخه وکتل.
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ ندا محمد ندیم پرون په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د یوناما له سرپرست مارکس پوتزل او مسؤلینو سره د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې د همکاریو په موخه وکتل.
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست په دغه کتنه کې وویل چې د لوړو زده کړو وزارت په زده کړیز چوکاټ کې د افغانانو حقوقو ته ژمن دی او هڅه کوي، چې د اسلامي او ملي ارزښتونو په خوندیتوب سره دهېوادوالو د پرمختګ او ښه والي لپاره کار وکړي.
نوموړي همدارنګه زیاته کړه، چې د اسلامي امارت مخالفین د لوړو زده کړو په اډانه او په ټوله کې په نظام کې د اسلامي اموراتو په پلي کېدو نیوکه کوي او خپلو ناوړه موخو ترسراوي لپاره ترې د استدلال په توګه ګټه اخلي.
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست په ټینګار سره وویل چې افغانستان ته د افغانانو په قربانیو یو خپلواک اسلامي نظام راغلی او د اسلامي اساساتو پر خلاف به د هېچا غوښتنې د فشار په ډول ونه مني.
سرچینې د افغانستان لپاره د یوناما سرپرست ته ډاډ ورکړ، چې د ښځو د زده کړو بندېدو پرېکړه دایمي نه ده، بلکه د خارجي عواملو له کبله د لنډې مودې لپاره ځنډېدلې ده او اسلامي امارت هڅه کوي دغه ستونزې ته د شریعت په رڼا کې حل لاره پیدا کړي.
د افغانستان لپاره د یوناما سرپرست په دغه کتنه کې وویل چې لوړې زده کړې د هر هېواد په اقتصادي وضیعت مستقیم اغېز لري.
دغه راز نوموړي د افغانستان د لوړو زده کړو د پرمختګ په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه او د ښځينه وو د زده کړو په اړه یې خپله طرحه د لوړ وزده کړو له سرپرست وزیر سره شریکه کړه.
د یادونې وړ ده، چې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست تر دې وړاندې د مصر، لیبا، سوډان او فلسطین د دینې عالمانو له پلاوي سره کتنه درلوده او د نورو موضوعاتو تر څنګ يې د افغانستان د تحصیلي نظام په تړاو بحث او مفصلې خبرې کړې وې.