اجتماعی

ماشومان باید درانه او شاقه کارونوته اړ نه کړل شي

دا یو لازمي امر دی چې په ټولنه کې د ماشومانو حقه، حقوق باید له هره پلوه خوندي شي او دوئ ته د روښانه راتلونکې په موخه د لیک لوست او ښې زده کړې چاپیریال مساعد او هراړخیز سهولتونه هم ورته برابر شي ترهغه چې په ټوله کې هیواد د ښې راتلونکې په لور تکل وکړي، البته له شک پرته چې دا واقعاً یو پرځای خبره هم ده چې وایي د هرهیواد راتلونکې دهغه هیواد په ماشومانو پورې اړه لري، په حقیقت کې د نن ورځی ماشومان د سبا ورځی لویان، میندې اوپلرونه دي،

درویش

دا یو لازمي امر دی چې په ټولنه کې د ماشومانو حقه، حقوق باید له هره پلوه خوندي شي او دوئ ته د روښانه راتلونکې په موخه د لیک لوست او ښې زده کړې چاپیریال مساعد او هراړخیز سهولتونه هم ورته برابر شي ترهغه چې په ټوله کې هیواد د ښې راتلونکې په لور تکل وکړي، البته له شک پرته چې دا واقعاً یو پرځای خبره هم ده چې وایي د هرهیواد راتلونکې دهغه هیواد په ماشومانو پورې اړه لري، په حقیقت کې د نن ورځی ماشومان د سبا ورځی لویان، میندې اوپلرونه دي، پردی اساس زمونږ په ګران هیواد سرلوړي افغانستان کې دماشومانو دسالمې اوښې روزنې، پالنې اوساتنې په موخه باید په لومړي قدم کې دهرې کورنۍ ماشومانوته دمیندو او پلرونو له خوا ځانگړې او هراړخیزه پاملرنه وشي او خپل اولادونه باید دلیک او لوست دزده کړې له پاره ښوونځیو او مدرسو ته ولیږي اوپه دویم قدم کې دهیوادپالو ښوونکو ایماني او وجداني دنده او مسوولیت دی چې  په خپل ټول وس، توان، قدرت، وړتیا او پوهې سره د هیواد ماشومان په ښه او هر اړخیزه توگه وروزي چې  په راتلونکې کې د سالمو، پوهو او هیواد پالو شخصیتونو په توگه ټولنې او خلکو ته د غوره خدمتونو مصدر وگرځي، خو په خواشینۍ سره باید وویل شي چې نن سبا په هیواد کې د اقتصادي ستونزو له کبله چې ډیری کورنۍ ورسره لاس اوګریوان دي، دیته اړ شوي چې خپل ماشومان دښوونځی او مدرسې پرځای درانه او شاقه کارونه ته ولیږي ترڅو د ورځني ژوند تیرولو لپاره یو څو پیسې وګټي، چې روښانه بیلګه یې په ځینو کانونو کې د ماشومانو کار کول دي، لکه څنګه چې په هیواد د ډله ییزو خپرندویه سرچینو په حواله په دې وروستیو کې د کانونو او پترولیم وزارت سرپرست بغلان ولایت ته د خپل سفر پرمهال د هیواد په کانونو کې کارګرو ماشومانو ته په اشارې سره ویلي، چې له دې وروسته به هیڅ ماشوم په کان کې کار نه کوي او که کارګر ماشوم لیدل کیږي، دکان کار به و درول شي او سرغړوونکو ته به جزا ورکول کیږي.

له شک پرته چې د کانونو او پترولیم وزارت سرپرست هدایت چې له دې وروسته به هیڅ ماشوم په کان کې کار نه کوي د قدر وړ دی، بناً دا ډیره اړینه اوضروري ده، هغه ټولی ادارې چې د ماشومانو په برخه کې کار کوي باید چې هر څه ژر او په ډیر زړه سوی سره رغنده کار او فعالیت وکړي ترڅو هغه ستونزې چې د ماشومانو په مخکې پرتې دي په بشپړه توگه له منځه ولاړی شي، همداشان اقتصادی ستونزې، ناوړه رواجونه او د ماشومانو د حقونو په اړوند نه معلومات او د ماشومانو د والدینو نه پاملرنه هغه لاملونه دي چې په  هیواد کې د ماشومانو د بدبختي او بد مرغي سبب گرځي، پردې اساس اړینه بریښي چې په لومړي قدم کې هره کورنۍ باید د خپلو ماشومانو ښې او سالمې روزنې او پالنې ته هر اړخیزه پاملرنه وکړي، یعنې دوی باید هیڅ ډول اجباري کارونو ته اړ نه کړي، بلکې تل یې باید په سالمه توگه روزنه او پالنه وکړي چې په دې ډول په رښتینی توگه د هیواد ټول ماشومان یوازی او یوازی د علم او پوهې په بې ساری گاڼه سمبال شي او په راتلونکې  کې هیواد او هیوادوالو ته د ښو او غوره خدمتونو د ترسره کولو په موخه ټولنی ته وړاندی شي، همداراز د افغانستان د اسلامی اما رت له خوا هم باید د ماشومانو د حقه حقوقو د ساتنې او رعایت په باب په پرله پسې توگه جدي او هر اړخیزه پاملرنه وشي تر هغو چې په ټولیزه توگه د هیواد ماشومانو ته په بشپړ ډول د مصؤنیت فضا رامنځته شي همداراز د اسلامي امارت داړوندو اړگانونو ترڅنگ دا د هیواد د رسنیو مسؤولیت هم دی چې تل باید د ماشومانو  د حقوقو د تامین  او رعایت په موخه ځانگړې خپرونې وکړي او په دې باب د دولت د اړوندو مسؤولینو، کورنیو او په ټولیزه توگه د ټولو هیوادوالو پام د ماشومانو د حقه حقوقو د ساتنې او رعایت لپاره راجلب کړي او په آگاهانه ډول اړونده مسوولې ادارې او ټول هیوادوال د ماشومانو د حقوقو دمصؤونیت په برخه کې خپل  ژمنتیاته په رښتینی توگه هوډمن پاتې شي  ترهغه چې په پایله په ټولیزه توګه له ښارونو څخه نیولی بیا تر کلیو اوبانډو پورې دهیواد دقدرمنو او نازولو ماشومانو حقه حقوق رعایت شي او دوئ له هر ډول شاقه کارونو او نورو راز راز ځورونو څخه خوندي شي او په دې ډول دوئ  له هرپلوه په ټولنه کې د مصوونیت احساس وکړي ترهغه چې  په راتلونکې کې د غوره شخصیتونو په توګه دوئ را څرګند شي او خپلې وړتیاې په کار واچوي او ګران افغانستان د ترقي او پرمختګ لوړو پوړیو ته ورسوي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن