اخبار

د واوری له امله، د ځینو ولایتونو  مواصلاتي لارې بندې شوي

د فواید عامې وزارت د شنبې ورځې راپدېخوا د واورې او بارانونو له امله د افغانستان د یو شمېر ولایتونو د مواصلاتي لارو د بندېدو خبر ورکړی دی.

د فواید عامې وزارت د شنبې ورځې راپدېخوا د واورې او بارانونو له امله د افغانستان د یو شمېر ولایتونو د مواصلاتي لارو د بندېدو خبر ورکړی دی.

د دغه وزارت ویاندحمیدالله مصباح په ویډیويي پیغام کې ویلي چې بامیانو کې د شاتو کوتل او سرپل کې ولایت د قوم کوتل لار د ترافیکو پر مخ بند شوې ده. ښاغلی مصباح همدارنګه زیاتوي چې د فراه ولایت د پرچمن ولسوالۍ لار هم له مرکز سره د واورې ورېدو له امله بنده شوې ده. هغه زیاته کړې: «په بامیانو کې دا مهال د واوري ورښت جریان لري او د شاتو کوتل  لار په موقت ډول د ترافیکو پرمخ بند ده او په فراه کې د پرچمن ولسوالۍ لار هم د واورې د ورښت له امله دترافیکو پر مخ بنده ده او دا مهال د باران د ورښت اټکل شوی دی، په سرپل کې هم یوازې د قم کوتل لاره چې بلخاب له سرپل سره وصلوي د واوري ورښت له امله د ترافیکو پرمخ بند ده،خو بدیله لار یې خلاصه ده.» نوموړي زیاته کړې اوس مهال په کابل، وردګو،پروان، پنجشېر، بدخشان، دایکندي، زابل، پکتیا، خوست، هلمند او فاریاب ولایتونو کې د واوري او باران ورښت جریان لري چې په خبره یې ټولې لویې لارې او سړکونه یې د ترافیکو پر مخ خلاص دي.

د فواید عامې وزارت ویاند همدرانګه ویلي چې په سالنګونو کې هم اوس مهال واوره جریان لري او په خبره یې دغه لویه لار د موټرو د تګ راتګ پر مخ خلاصه ده او ټول موټر د چین یا ځنځیر په بسته کولو سره له دغه لارې څخه تیرېدلی شي.

هغه ویلي چې د سالنګونو پر لویه لاره د واورې پاکولو عملیات جریان لري. د فواید عامې وزارت له ټولو موټر چلوونکو څخه غوښتي له یادو څخه د تېرېدو پر مهال د موټر چین یا ځنځیر، ګرمې بسترې، تېل او روغن او خوراکي موادو له ځان سره ولري.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د هوا پيژندې ملي ادارې شنبه او یکشنبه د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې د سختو بارانونو او واورې اورېدو خبرداری ورکړی و.

په دغه ولایتون کې پکتیکا، خوست، پکتیا، لوګر،وردګ، غزنی، بامیان، غور، سرپل، دایکندي، ارزګان، زابل، کندهار، هلمند، فراه، بدخشان، تخار، نورستان، کونړ، لغمان، کاپیسا، پنجشېر، پروان، بغلان، کابل ولایتونو سالنګونه شامل و.

یادې ادارې ویلي و چې د اورښت کچه په بېلابېلو سیمو کې له۱۰څخه تر ۲۵ ملي مترو او همدارنګه د واورې کچه په بېلابېلو سیمو کې له۱۰ څخه۴۰ سانتي مترو پوري وي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *