اجتماعی

له فلسطیني ورور سره د افغان کډوال د زړۀ خواله

باهرحقپال زه په پاکستان کې د افغان کډوالو له ډلې څخه یو تن کډوال ماشوم یم. د مکتب او مدرسې له همزولیو او ښوونکیو په ډک زړه، لمجنو سترګو او غریو نیولیو خدای په امانۍ وروسته راغلم. ځم خپل هیواد ته، په تلو-تلو کې غواړم له تا همزولي فلسطیني سره د خوالې په ترڅ کې خپل درد شریک کړم. نۀ پوهیږم له کوم ځایه یې پیل کړم، کوم دردونه د لفظونو په سکرین در ننداره کړم؟

باهرحقپال

زه په پاکستان کې د افغان کډوالو له ډلې څخه یو تن کډوال ماشوم یم. د مکتب او مدرسې له همزولیو او ښوونکیو په ډک زړه، لمجنو سترګو او غریو نیولیو خدای په امانۍ وروسته راغلم. ځم خپل هیواد ته، په تلو-تلو کې غواړم له تا همزولي فلسطیني سره د خوالې په ترڅ کې خپل درد شریک کړم. نۀ پوهیږم له کوم ځایه یې پیل کړم، کوم دردونه د لفظونو په سکرین در ننداره کړم؟. څنګه خپله بیخې ډېره سپکه پخپله وړه ژبه درته تشریح کړم؟ توکل په خدایه له څو مشترکو دردونو یې درته ګډ-وډ شیندم، پېیل یې بیا د تاریخ کار دی.

له لفّاظۍ سره اشنا نۀ یم؛ ځکه یې لنډه او ساده وایم.

زما د فلسطین ټوټه-ټوټه توی شویه وروره! ستا درد درک کوی شم. ستا د مور او پلار ځورونکې بې وسعۍ ته په خلاصو سترګو ګورم. هر ارمان یې په څهرې کې لولم. پرته له شکه تاسي بې مثاله دردونه، کړاوونه، دربدرۍ او بې زارۍ تجربه کړي، خو په دې ټولو سربیره تاسي په یوه هيله پایئ. تاسي د ابدي ژوند په تلوسه دا د زهرو غړپونه نوش جان کوئ، خو موږ د پخوا په پرتله له دې هیلې ناهیلې یو. تاسي خو شکر د ایوبۍ قهرمانۍ پیرویان او قهرمانان لا لرئ، خو موږ له ابدالۍ ننګې لږ ناهیلې شوې غوندي یو…

زیری مې درباندي! اوري؟

هو. وایه!

د عالیقدر امیرالمؤمنین لخوا کډوالو ته اولس مادیزه کړنلاره ترتیب شوه چې هرډول طبي، امنیتي، معاشي او نور ابتدائي اړتیاو ته پکې پاملرنه شوي ده. د دې ترڅنګ د هیواد دفاع وزارت مو اعلان وکړ چې شپږ سوه جیربه مځکه کې به کډوالو ته خیمې نصب شي او بله د خوښۍ خبره یې اعلان کړه چې د کډوالو د سامانونو د نقل لپاره دوه زره باروړونکي دولتي موټر به هم وګمارل شي، ترڅو مو سامان ترځایه ورسوي.

په خوله دې برکت شه.

فلسطینی وروره وا مو وریدل؟ دا د ریښتوني مشرانو نښه وي چې ګیله دې پر زړه را وګرځي هغوی دې بیا ګیله عملاٌ در ځواب کړي. ما یې تا ته ګیله کوله چې ابدالي زلموټي مو ننګه نکوي، خو لله الحمد د ملګري په زیري مو دا ګیله هم یؤ څۀ ځواب شوه.

زما کمکیه وروره! پوهیږم ستاسي او زموږ حالت نشي سره پرتله کیدی. تاسي د وخت د تر ټولو ظالم جبر او تشدد لاندي یئ خو موږ هم خپلې بې وسعۍ مات-مات پرځولي یو. پخوا موږ د اشغال په تاړاک لولپه کیدو او د هجرت په سخته ځوریدو، خو همدې د جهاد-مجاهدې، شهادت او هجرت هیلې به ډاډ را پوکوی او دردونه به یې را ټکورول، خو اوس خبره بیخي له هجرته تر ذلالته رسیدلې، نۀ مو د هجرت د هغه ثوابونو خونده شته او نۀ مو وروستۍ هیله ژوندۍ پاتې شوه. هغه مسلمان ګاونډي چې مسلماني یې له تبلیغاتو تېزه تبلیغیږي، هغوی مو په عزت لوبي کوي. له ذلالته مو خوند اخلي. زموږ دربدري ساعتیری ورته ایسي. آن خپل محترم (!) قانون یې زموږ د دردولو لپاره له پښو لاندي کړی. مال، ځان او ابرو مو خوندي ندي.

زما فلسطینی تنکیه وروره! اې کاش! ستاسي سره غبرګ د خپل حق په مخکې د اسرائیلو په بمبار کې له فلسطیني کانګریټو لاندي شوی وای، خو د مسلمان ورور لخوا مو دا ذلالت او سپکاوی نۀ وای تجربه کړی. اې کاش! ستاسي په څېر په نره تر تېغه تېر کړل شوي وای، خو د پنجابي له لاس لاندي د پښتون ورور له لاسه نۀ وای بې آبه او بې وسعه شوې.

د فلسطین کمکۍ خورَکې! که ته له میلیونونو عربو ګیله لري، چې د عیاشۍ پټۍ یې سترګې ور پټې کړي دي او د فلسطین په غمیزه چوپه خوله دي؛ زه هم د پاکستان له مطرحو شیخانو، ژبورو داعیانو او مفتیانو ګیله لرم چې د خوار-وزار کډوال په ننګه یې حتی له خولې چونګ قدرې را و نۀ وتی.

زما وروره! بدحال نۀ جوړوم. ناشکري او بې صبري نۀ کوم. ناځوانه او بې غیرته نۀ یم. سوال نۀ ورته کوم. نۀ وایم چې نۀ مو دې وباسي. و مو دې باسي خو له اصولو سره سم مو دې وباسي. تجارانو ته ځوریږم، د هغوی سلامتې شتمنۍ یې ضبط کړې دي، هغوی ته دې خپلې شتمنۍ ور وسپاري، نور نو موږ یوازي د اصولو مراعت ترې غواړو. کورونو کې نۀ یو خوندي، کورونه دې تر ټاکلي وخت را خوندي کاندي. دومره وخت دې را کړي چې هیواد کې مو د استوګنې ځایونه ترتیب کړو.

او ها، د غمونو په دې لړ کې به یوه مکاره او درواغجنه د خوشحالۍ خبره ستا د خوشالۍ لپاره هم درته وکړم، دلته (پاکستان کې) خلک ستاسي د ملاتړ لپاره سړکونو ته راوځي او له فلسطین سره د “یکجهتۍ” نوم ورکوي. دوی پرتاسي خوا بدوي او پرحال مو خفګان ښکاره کوي، خو زموږ دربدري ورته حق، ذلالت مو ورته عزت او کورونه نړول مو ورته امن ښکاري. عجبه کیفیت دی، په غم کې یؤڅه د درواغجنې خوښۍ احساس وکړم، که له ما سره په ډاګه دا کوي، خو له تاسي سره بیا په پوره مهارت د تمساح اوښکي بهوي او… د دې مسلمان، مسلمانۍ ته مسلمان حیران پاته شي چې خپل نیږدي مسلمان ورور له خوږ ګوتې نیسي او لیري مسلمان سره د تمساح اوښکي څڅوي.

هغه زموږ مشرانو به د پښتو متل کاوو، خدای مې دې نه غلطوي، ویل به یې: «زور مې پر تا نۀ رسي، مړ به دې پلار کړم» زموږ ګاونډي موږ سره همدا چم راخیستی. دوی به افغان طالبان د خپل لاس خلک بلل، خو خبر نۀ و، چې طالب یوازي خدای جل جلاله ته سر ټیټوي او یوازي الهي منشور عملي کوي، نور نو د نړۍ د زبرځواکونو کیسه کې لا ندی. دا خبره چې له کله څخه ګاونډي درک کړې ده، بې غیرته او بذدل دښمن ته ورته، چې کله یې په اصلي مقابل زور و نۀ رسید، د زور مخه یې مظلوم کډوال ته واړوله او په مټ یې د افغان حکومت چارواکي له خوګ ګوتې نیسي. کله د افغان تجارانو د میوو او سبزیجاتو په مخ کې ټرانسپورټي لارې تړي، کله یې له میوو بار موټر پر لاره سوځوي او کله کراچۍ کې د میشته افغانانو له چین څخه وارداتي الیکټرانکس سامانونه ټالوي -چې له امله یې افغان کډوالو ته میلیاردونه روپۍ تاوان رسیږي- کله چې دې حربو کار ور نکړ اوس یې د کډوالو د اړولو او ربړولو لړۍ پیل کړي او په دې سره مظلوم او بې وسعه کډوال له مړ کولو سره-سره تر پړ کولو رسوي.

نور نو در څخه خدای په اماني اخلم. ځم درنه. تاسي به خپل ټوټه-ټوټه پاشل شوي وروڼه او خویندي او موږ به د پنجاب پښو کې شیندل شوی خپل مات برم را ټولوو…

ریښتیا خبره مې له یاده وتلې وه. د کوزې غاړې پښتون ورور ته مې زړه بد دی. له خپل پریمانه غمونو او دردونو سره-سره مې لږ وخت ور کړ او د زړه بدۍ له امله مې په موسکه لهجه ورته کړه! دا نن چې ستا په کوربه توب، ستا په په کور کې چې د بر له پښتون ورور سره دې څۀ روان دي، تجربه یې کړه، زده یې کړه او ځان ورته جوګه کړه؛ ځکه سبا له تاسره کیدونکي دي. د پنجابۍ زوی ته زه او ته یؤ یو، بوازي یؤ څۀ وخت مو ترمنځ واټن دی. انتظار شه، زما وخت راغلی او ستا وخت را روان دی.

په الله دې سپارم. د خدای په امان

يادونه:

باید و وایم چې هیڅوک خپل هیواد ته په تګ خوا نۀ بدوي، په تېره بیا موږ خو بیخي ورته خوښ یو؛ ځکه چې هلته هیواد کې داسي نعمتونه لرو چې کلونه-کلونه ترې محروم شوي یو. داسي نعمتونه چې د زرګونو سرونو په قربانۍ را لورول شوي دي. هوکې! هغه نعمتونه د “استقلال” او “اسلامي نظام” نعمتونه دي. زه خو چې د خپل هیواد د استقلال تصور کوم، بل ډول احساس کوم. عرض دا دی چې موږ هیڅ وخت دې ته زړه نۀ ښۀ کوه چې د خپل هیواد پرځای د بل هیواد اوسیدلو ته ترجیح ورکړ.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن