افغانستان

د افغانستان بانک ۱۸۰ میلیونه زاړه بانک نوټونه وسوځول

د افغانستان بانک د ۱۸۰ میلیونو ۴۰۱ زره زړو او مندرسو افغاني بانکنوټونه د سوځولو خبر ورکړی دی.

د افغانستان بانک د ۱۸۰ میلیونو ۴۰۱ زره زړو او مندرسو افغاني بانکنوټونه د سوځولو خبر ورکړی دی.

دغه بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان بانک د قانون د ۳۹ او ۴۲ مادو پر بنسټ ۱۸۰ میلیونه ۴۰۱ زره (زرګون، سلګون، پنځوسي، شلګون، لسګون، پنځه ګون، دوه ګون او یوګون) زاړه او مندرس افغاني بانکنوټونه د ټاکل شوي پلاوي په شتون کې تر کره شمېرنې وروسته پرون د قندهار په سویل لوېدیځ زون کې وسوځول شول.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال نور احمد آغا ویلي چې د بانکنوټونو ساتنې ته پاملرنه د ټولو ملي مسئولیت دی او د بانکنوټونو د ژر زړېدو لامل د خلکو لخوا د بانکي کارتونو نه کارول، په غوړو لاسونو د پيسو شمېرل او د بانکونو پر ځای په کورونو کې د پيسو ساتل دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *