افغانستان

خلیفه سراج‌الدین حقاني:  نړیواله ټولنه باید پر تفاهم او ډیپلوماټیکو اړیکو ټینګار وکړي

د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې ښاغلي سینیرلي اوغلو د افغانستان روان وضعیت ارزونې په اړه ویلي؛ د بېلابېلو هېوادونو له چارواکو سره د لیدنو پر مهال دې پایلې ته رسیدلی، چې هېڅ هېواد افغانستان کې د جګړې غوښتونکی او ملاتړی نه دی. نوموړي هېواد کې  د قانون تطبیق، ډاډمن امنیت، د کرنیزو چارو وده او بیارغونې په برخه کې بنسټیزو پروژو پلې کول د اسلامي امارت

لاسته راوړنو ښکاره بېلګې یادې کړې دي.

د ښاغلي اوغلو په وینا؛ یوناما له نړیوالو سره د افغانستان اړیکو پیاوړتیا، بیارغونې او له نشه‌یي توکو سره د مبارزې په برخه کې بشپړې همکارۍ ته چمتو او لېواله ده.

ښاغلي سراج الدین حقاني ویلي، چې د نړیوالې سولې تامین، د خبرو له لارې د مسایلو حل او بې پرېتوب د ملګرو ملتونو مسئولیت دی.

دغه‌راز افغانانو سره هم باید دې برخه کې لازم ګامونه اوچت شي.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر زیاته کړې، چې نړیواله ټولنه او سازمانونه باید د یو اړخیزو پرېکړو پر ځای پر تفاهم او ډیپلوماټیکو اړیکو ټینګار وکړي او ستونزې او شته خنډونه باید د خبرو له لارې هوار شي.

د ښاغلي حقاني په وینا؛ د اطلاعاتو، تفاهم او اړیکو له لارې ستونزو له منځه وړلو په موخه حل لارې شته.

خلیفه حقانی افغانان د نړیوالې ټولنې د کورنۍ مسئول غړي یاد کړي او ټینګار یې کړی، چې له پامه غورځول یې باید مطرح نه وي.

خلیفه سراج‌الدین حقاني ویلي، چې د افغانانو تر منځ شخړې پای ته رسېدلې، د باور جوړونې پړاو دوام لري، پر یو بل د اعتماد کچه لوړه شوې او د یو منظم او متحد هیواد په توګه په هره سیمه کې د بیارغونې چارې روانې دي.

دغه‌راز اوسنی نظام د ټولو افغانانو د قربانیو په پایله کې رامنځته شوی او د ټولو په ګډه همکارۍ به چارې پر مخ ځي.

نوموړي هېواد کې د نشه‌یي توکو پر وړاندې روانه مبارزې په اړه ویلي، چې اسلامي امارت تر دې دمه په دې برخه کې کامیاب دی.

څرنګه چې نشه‌يي توکي د ټولو ملتونو لپاره یو لوی ګواښ دی، مبارزه هم باید د ټولو له لوري ترسره شي.

دغه‌راز بزګرانو ته بدیل معېشت برخه کې باید مرستې وشي او نورو سیمو کې هم سمې او واقعي همکاري رامنځته شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *