اسلامی

غیبت او چغل‌ګري

د هرې ژبې او د ډیرو بدعاداتو له جملې څخه چې متأسفانه د خلکو ترمنځ لیدل کېږي یو یې نمامي او چغل ګري ده.

د هرې ژبې او د ډیرو بدعاداتو له جملې څخه چې متأسفانه د خلکو ترمنځ لیدل کېږي یو یې نمامي او چغل ګري ده.

د یو شخص څخه داسې خبرې د بل شخص د ځوریدلو، او د هغه سره د رابطې د له منځه وړلو سبب ګرځېږي، د وینا، لیکلو، اشارې یا دنورو لارو څخه بل شخص ته نقلول غیبت او چغل ګري بلل کېږي.

له کومه ځایه چې نیکه معاشره او سالم روابط را منځ ته کول د پیغمبر صلی الله علیه وسلم له مهمو تعلیماتو څخه دي نو څوک چې د دوستانو ترمنځ د دې صمیمانه روابطو د له منځه وړلو په لټه کې وي اوغواړي چې په ورورولۍ، یووالي، او د تفرقې اچولو څخه لرې والي باندې امر کړی دی یقیناً چې داسې شخص د ډیرې بدترینې ګناه مرتکب کېږي.

ډیرې وژنې، جرمونه، اختلافونه او سخت کشمکشونه د چغل ګري له امله رامنځته شوي دي.

دغه ناوړه خوي څومره کورنۍ ویجاړې کړي دي! د ښځې او خاوند ترمنځ، د مور او پلار سره، د پلار او ځوې ترمنځ جدا والی اکثره د دې ناوړه عمل له امله را منځته شویدي.

چغل ګران په دوه ډوله دي:

۱.یوه هغه ډله ده چې په قصد سره د خلکو ترمنځ د تفرقې اچولو په موخه او دخلکو ترمنځ د بې اتفاقۍ اچولو په هدف د یو کور څخه بل کورته ځي، او دده او هغه سره کښیني او کومه خبره چې یې غوږ ته ورسېږي بې له درنګه هغه په کار اچوي او په خپلې چغلۍ سره فتنه او اختلاف را منځته کوي.

۲. دوهمه ډله هغه کسان چې پرته له کوم قصد او غرض څخه دا کار یې خوښېږي چې د خپلې ساعت تیرۍ لپاره ده او هغه سره کښینې او د نورو ترمنځ چغلي کوي. دا ډله خلک هغه کسان دي چې کله یې یو حرف غوږوته ورسیږي مشهور متل دی چې د یو کارغه څخه څلوېښت کارغان جوړوي چې په نتیجه کې د خلکو او کورنیو ترمنځ د تشنج او اختلاف اچولو سبب ګرځي.

د اسلام د مقدس دین له نظره چغل ګري د ډېرو بدو اخلاقو له جملې څخه ده، او خورا حرام کار دی، چې د انسان لپاره د جنت څخه محرومیدلو باعث ګرځي، او د دوزخ په عذاب باندې مبتلا کیږي. الله تعالی فرمایلي دی:

د سپکو خلکو چې ډیر قسمونه خوري پیروي مه کوه هغه چې عیب ویونکی او چغل کوي. ( د القلم سورت:۱۱ آیت )

عبدالله بن مبارک (رح) فرمایلي دي چې زنیم د حرامزاده په معنا دی یعنې بې کسه بې تربیته دی چې هیڅ راز نه ساتي الله تعالی د ابولهب دښځې په اړه وایي:(دالمسد سورت: ۴ آیت ) او ښځه دده چې چغل ګري کوي.

همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه چغل ګر ټکولی ده، او د اخرت د عواقبو په باره کې یې خبر داری ورکړی دی. (صحیح البخاری، حدیث: ۶۰۶۵ )

حضرت حذیفة رضی الله عنه فرمایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دی: چغل ګر به جنت ته داخل نه شي ) په صحیح مسلم کې د (قنات) کلمې پرځای (نمام) راغلی دی چې هغه هم د چغل ګر معنا لري.

هو! چغل ګري هغه بد عادت دی چې په دې مرض مبتلا خلک به په اساني سره جنت ته داخل نه شي، او دا رذیل عادت به د دوی د لارې خنډ وي جنت ته د داخلیدو په لاره کې.

د عبدالرحمن بن غنم څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دی:

د الله تعالی غوره بندګان هغه کسان دي چې کله دوی ولیدل شي الله تعالی انسان ته یاد شي، او د الله تعالی بدترین بندګان هغه کسان دي چې د چغلۍ له امله د دوستانو ترمنځ جدایي راولي، دوی هغه کسان دي چې په پاکدامنو اشخاصو باندې تهمتونه تړي). ( مسند الامام احمد، حدیث:۱۷۹۹۸ )

د قبر غذاب د چغل ګرانو په انتظار کې دی :

د حضرت عبدالله بن عباس رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دوه قبرونو ترڅنګ تیریده او وه یې فرمایل: دې دواړومړو ته عذاب ورکول کېږي او په کومه لویه ګناه کې عذاب نه ورکول کېږي. دا یو هغه شخص دی چې د تشو متیازو څخه یې ځان نه ساتلو او دا دوهم چغل ګرۍ کوله.

(صحیح البخاری، حدیث: ۲۱۸ )

په بني اسرائیلو کې قحطي او وچکالي:

کعب احیار وایي: یو کال قحطۍ او وچکالي بني اسرائیل ځورول، حضرت موسی علیه السلام د وچکالي د لرې کېدولپاره د الله تعالی څځه د باران غوښتنه وکړه. الله تعالی موسی علیه السلام ته وحی وکړه. او وه یې فرمایل: ای موسی ! زه ستا او ستا د ملګرو دعا نه قبلوم، ځکه ستاسې په منځ کې یو چغل ګر شخص موجود دی چې په خپل بد کار زیات زیار باسي، موسی علیه السلام عرض وکړو ای پروردګاره! هغه شخص څوک دی ترڅو د خپل منځ څخه یې وشړو؟

الله تعالی و فرمایل: زه تاسې له نمیمت او چغل ګري څخه منعه کوم نو دا څرنګه کیدای شي چې زه خپله چغل ګر شم؟ کله چې د موسی علیه السلام قوم د دې واقعې له مخې پرهغوی باران وکړي، او بنې اسرائیلو له قحطی او وچکالۍ څخه نجات وموند. ( احیا‌ء علوم الدین، ټوک ۳ ، مخ ۱۵۵ )

د چغل ګري عوامل:

  1. 1. خراب محیط او ناسالم تعلیم او تربیت:

ځینې خلک په داسې خراب محیط کې رشد وکړي چېرته چې طعن او لعن د هغه محیط د خلکو عادت او فرهنګ ګرځیدلی وي، په خوښه یا ناخوښي سره داسې خلک د داسې محیط له اغیزې لاندې راغلي وي او ورسره ملګرتیا کوي. ( د تکامل اخلاقي د محمد رضا رخشاني تالیف )

  1. 2. کینه او بدخواهي :

کله کله کینه او بدخواهي د نورو په نسبت د فتنې او شیطانت د پیداکېدو لپاره مهم لامل ګرځېږي.

امام محمد غزالي(رح) د حماد څخه نقل کوي وایي: یو سړي خپل غلام بازارته د خرڅلاو لپاره بوته، د خرڅیدو په وخت کې پیرودونکي ته یې وویل دغه غلام پرته د شیطانت او چغل ګرۍ څخه بل عیب نه لري.

پیریدونکي د دې سره د ده پیریدوته اماده شو او هغه یې واخیست او کورته یې بوته، څه وخت چې تیر شو یوه ورځ غلام د خپل مالک او بادار ښځې ته وویل ستا خاوند تا نه خوښوي او غواړي چې بل واده وکړي.

که غواړې چې دی د بل واده څخه منع شي نو دهغه د څټ ویښتان په تیره چاړه راپرې کړه او ماته یې راکړه ترڅو په هغه دم او تعویذ وکړم او ستا دخاوند زړه تاته مایل شي او تاسره یې مینه پیداشي، په هماغه ورځ یې خپل مالک او بادار ته وویل: ستا ښځه خیانت کاره ده او دبل چا سره مینه لري او ته یې خوښ نه یې او که زما په خبره دې باور نه راځي نو بیګاه ته ځان په ویدو واچوه ترڅو هغه یقین وکړي چې ته ویده یې بیا ګوره چې څه کیږي.

په هماغه شپه سړی د خپل خوب ځای ته د خوب لپاره لاړ او ځان یې داسې ونیوه چې ګوندی ویده دی خپله ښځه یې ولیده چې چاړه په لاس د ده بالخت ته را روانه ده.

سړي ددې حالت په لیدو یقین راغی چې ښځه یې د وژنې اراده لري سمدستې راپورته شو او خپله ښځه یې و وژله.

په دغه وخت کې غلام په چټکۍ لاړه او د ښځې وارثان یې د هغې د قتل او وژنې څخه خبر کړل.

کله چې د ښځې وارثانو او کورنۍ ته د هغې د وژنې خبر ورسیده.

هغوی سمدستي د سړي په کور حمله وکړه او هغه سړی یې وه واژه، پایله دغه شوه چې د دواړو قبیلو ترمنځ شخړه او وژنه پیل شوه.

( احیا‌ء علوم الدین، ټوک ۳ ، مخ ۱۵۸ )

  1. 3. چاپلوسي:

ځینې وخت کې چاپلوسي د یوچا  یا دحکومت د رضا او یا مال حاصلولو په موخه د شیطانت او چغل ګرۍ سبب او لامل کیږي

ځکه ځینې خلک د خپل منفي فکر په لرلو سره ګومان کوي چې د بل په شیطانت او چغل ګري او سپکاوي او فتنه  اچولو سره به د مسوولو شخصیتونو رضایت ترلاسه کړي او د دې لارې به  ډوډۍ او رزق ترلاسه کړي.

  1. 4. ساعت تیري او مجلس ګرمول:

ځنې خلک شیطانت چغل ګري، فتنه اچول او سپکاوی د ساعت تیری او مجلس ګرمولو سبب او ذریعه ګڼي، او ددې په خاطر چې خلک  د دې په شاه او خوا راغونډ شي او دی ورته د یو چا په سپکه او هتک سره مجلس ګرم کړي او د خلکو رضایت او خوښی لاسته راوړي او په دې لاره  کې هیڅ سستي او ستړیا نه احساسوی او دخلکو په حقوقي حریم او حیثیت او ابرو تیری کوي او فتنه او جګړه را منځته کوي او خپل دنیا او اخرت په تباهۍ او ویرانۍ کې اچوي.

  1. 5. د خلکو په شیطانت او چغل ګرۍ کې د ګناه او مسوولیت نه احساسول:

کله کله د یو شخص په سپکاوي دروغ تړلو، رټلو، ویرولو او تند خویي کې د ګناه او مسوولیت احساس نه کوي او یواځې د خلکو د خندولو په موخه دغه کړنې او فعالیتونه سرته رسوي او دا په خپله د چغل ګرۍ او شیطانت او دیته ورته کارونو بنسټیز لامل ګرځیږي.

 

ماخذونه اوسرچینې:

د جمعې خطبې کتاب لومړی ټوک – کابل ۱۳۹۸ هجري لمریز کال.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *