جهان

د اروپايي ټولنې مشران د منځني ختیځ پر حالت بېړنۍ ناسته کوي

تمه ده چې د اروپایي ټولنې مشران د منځنۍ ختيځ په باب بېړنۍ ناسته وکړي. ټاکل شوې چې دا ناسته به د ویډیو کنفرانس له لارې پرلیکه جوړه شي.

تمه ده چې د اروپایي ټولنې مشران د منځنۍ ختيځ په باب بېړنۍ ناسته وکړي. ټاکل شوې چې دا ناسته به د ویډیو کنفرانس له لارې پرلیکه جوړه شي.

راپورونه وایي چې ددې ناستې لویه موخه د منځني ختيځ په اړه د اروپایي ټولنې د دریځ روښانونه ده. په خواله رسنیو کې د منځني ختیځ په اړه دې ناستې د لوستو ځوانانو او کارپوهانو شکونه ښکاره کړي چې د اروپایي ټولنې مشران څنګه نن پر دې خطې غونډه کوي.

د اروپايي شورا رییس چارلس میشل دوشنبه وویل چې ښایي د فلسطین-اسراییل شخړه لا پسې کړکېچنه شي. ده ویل چې دې موضوع د اروپایي هیوادونو پر امنیت هم لوی اغېز کړی. میشل زیاتوي چې دا شخړه بدې پایلي لري له همدې وجي یې پرېکړه کړې چې د اروپایي ټولنه بېړنۍ ناسته راوغواړي. دی وړاندې وایي چې په دې سیمه کې د دوو خپلواکو دولتونو جوړېدل د دې شخړې پای دی.

د فلسطین او اسرائیلو له شخړو سره سم په نورو هیوادونو کې هم امنیتي ګواښونه لوړ شوي. په فرانسه کې پر یهود ضدو فعالیتونو اولاریونونو بندیز دی. فرانسې د خپل امنیت د ټینګښت په پار ۷۰۰۰ نوي پوځیان ګومارلي. برلین هم خپل امنتیي تدابیر له پخوا پياوړي کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تمه کېږي راتلونکې چهارشنبه د امریکا ولسمشر بایډڼ هم اسرائیلو ته سفر وکړي

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *