مقالات

په هېوادکې ترټولو لرغونی بڼ دی

حیات الله حلیم ظهیرالدین محمد بابرد مغلي پاچاهانوپه سلسله کې یونسبتا معتدل اوفرهنګ پال باچا تیرشوی ، دغه باچا که څه هم هند یې په قلمروکې شامل و خوپه څرګنده دهند په پرتله له افغانستان سره یې زیاته مېنه درلوده ، کله یې چې آگره فتح کړه نو په ۱۵۲۹ میلادي کال په هند کې ومړ، دا چې ځوانې یې په کابل کې تیره شوي وه اودغه دیاریې د نورومفتوحه سیموپه پرتله ډیرخوښیده نو له وصیت سره سم یې جنازه له لسوکالو وروسته دمشر زوی همایون په ذریعه کابل ته راوړل شوه اود بابرباغ چې د ده په نوښت جوړ شوی و، خاوروته وسپارل شوه.

حیات الله حلیم

ظهیرالدین محمد بابرد مغلي پاچاهانوپه سلسله کې یونسبتا معتدل اوفرهنګ پال باچا تیرشوی ، دغه باچا که څه هم هند یې په قلمروکې شامل و خوپه څرګنده دهند په پرتله له افغانستان سره یې زیاته مېنه درلوده ، کله یې چې آگره فتح کړه نو په ۱۵۲۹ میلادي کال په هند کې ومړ، دا چې ځوانې یې په کابل کې تیره شوي وه اودغه دیاریې د نورومفتوحه سیموپه پرتله ډیرخوښیده نو له وصیت سره سم یې جنازه له لسوکالو وروسته دمشر زوی همایون په ذریعه کابل ته راوړل شوه اود بابرباغ چې د ده په نوښت جوړ شوی و، خاوروته وسپارل شوه.

زموږ موضوع د بابربڼ په اړه ده اوس ددغه بڼ لرغونتیا ، سمسورتیا اوښکلا په اړه له درنو لوستونکوسره خپل معلومات شریکوو.

دغه بڼ دڅه باندی پنځوسوکالو راهیسې دکابل ښاریانوتفریحگا اوتفرجگا وه او، اوس هم ده ، دغه بڼ د ظهیرالدین محمد بابرپه حکم دکابل ښارلودیځ پلود شیردروازې د غره په لودیځه لمنه کې له هماغه وخت ترنن پورې د بابربڼ په نوم دیوه ښکلی  منظرپه توګه باقي پاته شوی ، بابرد مغلي دودمان لومړنی باچا دی چې په ۱۵۰۱زیږدیزکال له ماوری النهرنه اوسني افغانستان ته را پوریوت اود کابل واکمني یې له ویني تویدو پرته په لاس را وړه ، دهغه وخت دشته امکاناتوپه لرلو سره نوموړی په دې فکرکې شو چې څنگه په کابل کې داسې یادگارله خپل ځان ، نه په ځای پریږدي چې په را تلونکي کی د هغه یاد دخلکو ذهن پری تازه وي ، له ډېروسوچو وروسته له دې چې د بابربڼوالي ډیره خوښېده نویې د یوه ښکلي تاریخی باغ د جوړولوتکل وکړ اوپه خپل دربارکې یې یوه ورځ په لوړاورسا غږ وویل :غواړم یوسمسور باغ جوړکړم ، د هغه په منځ کې خیمه ودروم ٬ شعر ووایم ٬ له خپل اولاد سره خوشحاله ژوند ولرم او دملک دچارود سمون په اړه سالم فکر وکړم ، بابرخپلې دغه نقشې ته ۱۵۰۴کال دبڼ په جوړولو سره عملي بڼه ورکړه .

د بابربڼ دکابل په ښارکي یوازنۍ بڼ دی چې خپل موجودیت اوموقیعت یې د زمانې د خوږو، ترخوپیښو او ناخوالوپه غیږ کې ترنن ورځې پورې په پخوانۍ ښکلا د۵۶ جریبه مځکې په احتوای کې په ځای ساتلي.

بابربه په دغه باغ کې میلې کولي د جنگ پلانونه به یې جوړول ، خپلواولادونوته به یې درس ور کاوه او آن په هندوستان دحملي لومړنی پلانونه هم په دغه باغ کې جوړاوطرحه شوی دي.

جهانگیرپه خپل وار سره د بابرپه مقبره مرمرین دیوال را وڅرخاوه اودا دیوال یې په قرآنې آیاتونو مزین کړ شناختې یې پرې ولګولې چې اوس دا لیکنې تاریخې یادگاد هم گڼل کېږی

د بابرد زماني نوریادګاري تاسیسات هم په دغه بڼ کې ژوندي په خپل ځای پاته دي چې هریادګاریې د ماضې په زړه پورې کیسې د حال په ژبه له خپل ځان سره لري داځکه چې دبابراولاده دغه باغ ته د خپل پلارمقام ته په درناوی په لوی اهمیت قایل وه هریوه هڅه کوله چې د خپل پلارپه دغه یادگاری باغ کې نښې نښانې په ځای پریږدی ، جلال الدین اکبربابربڼ ددیوالونوپه ذریعه احاطه کړ شاجهان بیا په ۱۶۴۷ کال په دغه باغ کې د بابرپه ارواح یومرمرین جومات جوړکړ چې اوس هم د شاجهان د جومات په نوم یادیږی او له مهمو تاریخې آبداتوشمیرل کیږي ، شاجهان نه یوازې دغه جومات جوړکړ بلکې د باغ په منځ کې یې د (سنترال اکسیس)  په نوم د دوه سوومتره په اوږدوالی یوه داسې  مرکزی ویاله چې مرمرینې شرشرې او مرمرین حوزونه یې درلودل جوړه کړه ، دغه ویالې په ډیرظرافت باغ په دوو برخو ویشلی اوښکلا یې څو برابره ورزیاته کړی ده ، په زړه پورې داده چې دتاریخ په اوږدوکې د باغ د ونو، نوعیت ته هیڅ بدلون نه دی ورکړل شوی ، اوس هم هغه ونې چې د بابر ډېرې خوښېدې په دغه باغ کې لیدل کېږي ، هغه ونې چې نومونه یې د بابرد خاطراتوپه کتاب (بابر نامه ) کې هم ذکرشوی دي .

د میوه لرونکو ونوپه ډله کې د انارو، توتانو ، شفتالو، بهې، مڼو ، ناکو ، آلوبالو، سنځلو ، بادام ، سرکیو، ونې اوس هم په دغه باغ کې لیدل کېږي.همدارنگه یو شمیربې میوې ونې لکه پنجه چنار(چې دبابر ډیرخوښېده) عکاسې اوپه کم شمیرسوزنې برگ ونې هم ددغه باغ زیور دي چې اوس هم پکې لیدل کیږی ، دارغوان ٬ گل گلاب ، نازبو ګلونود باغ ښکلا نوره هم ورزیاته کړې ده .د بابربڼ اوس نه یوازې په ملي کچه دکابل ښاریانو لپاره یوه تفریگاه ده بلکې لوړفرهنگي اوتاریخې اهمیت اوحیثت هم لری اودنړۍ له هرگوټ نه هغه سیلانیان چې غواړي د مغلوله مدنیت سره ځان بلد کړی د سیل لپاره دغه باغ ته راځي اوسربیره په دې په دغه بڼ کې دافغانستان دلاسې صنایعومختلف نندارتونونه هم په لاره اچول کېږي ، دملکې په نوم قصر ددغه بڼ په سهیل ختیځ کې موقیعت لری چې په مراتبو د خطاطۍ ، رسامۍ ، عکاسۍ اوهنرنندارتونه پکې دایرشوي دي همدارنگه د افغانستان د تیرو څلورو لسیزود تاوتریخوالیو کښل شوي انځورونه او د تاریخ په اوږدو کې له هېوادونو سره د افغانستان د اړیکود څرنگوالی  اوپر تیره بیا له انگلیسانوسره د افغانانود اړیکوتاریخي نندارتون هم په دغه قصرکې ښودل کېږي .

دملې اونړیوالو ورځو لمانځل اوهمدارنگه نوری عنعنوی میلې هم په دغه قصرکې ترسره کېږي د معلم ورځ دکوچني او لوی ددواړواخترونو ورځې هم د شاندارومراسموپه ترڅ کي په دغه با غ کې لمانځل کېږی نوځکه د بابربڼ نه یوازی داچې یوه تفریحگا ده  بلکې ښوونیزاو روزنیزماهیت هم لری.

بابر څلور واره په هندوستان حمله کړی ده او په وروستې ځل یې د کوزې پښتونخوا د پښتنو په مرسته او همکاری په هند کې د لودیانو حکومت ددوی د ځانځانۍ او خپل منځې اختلافاتو له وجې ختم کړ .

که بابر په هند لښکر کشي وکړه او ډېری سیمې یې فتحه کړی خو په زړه پوری داده چې بابر ډېر زړه سواندی او مدنیت پالونکۍ پاچا و په هند کې یې ډېر داسې تاریخي ځایونه جوړکړل چې دهند په لرغونی تاریخ کې ساری نلری

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *