مقالات

نورستان دهېواد په ختیځ کې یولرغونی ولایت دی

حیا ت الله حلیم دهېواد د ۳۴ولایتونوداداري ویش په لړکې نورستان یو جدید التاسیس دریمه درجه غرنی ولایت دی چې د لغمان اوکونړدولایتونوله ترکیب نه دیوه جلا ولایت په توگه گوښی شوی دی اومرکزیې د(پارون) ښارگوټی دی دغه ولایت د برگمتال، دوآب ، نورگرام ، وانت وايگل اومندول په نومونو دری دوهمه درجه اودوې لومړی درجه ولسوالۍ لري چې د کلیوټول ټال شمیره یې ۲۶۷ ته رسیږي خو په تاریخي لحاظ ددغه ولایت اراضي د موقعیت له لحاظه ډیره صعب العبوره اوپه تاریخي لحاظ د ماضي ډیرې کیسې په خپله کې ښخې لري دلرغونتوب له مخې معلومېږي چې انسانان ډیرپخوا دلته میشت شوي دي ځکه لرغونتیا یې د کره روایاتو له مخې دآریایانوترزمانې پورې رسیږي او مورخینوهم دوی اصیل اریایان سجل کړي دي .

حیا ت الله حلیم

دهېواد د ۳۴ولایتونوداداري ویش په لړکې نورستان یو جدید التاسیس دریمه درجه غرنی ولایت دی چې د لغمان اوکونړدولایتونوله ترکیب نه دیوه جلا ولایت په توگه گوښی شوی دی اومرکزیې د(پارون) ښارگوټی دی دغه ولایت د برگمتال، دوآب ، نورگرام ، وانت وايگل اومندول په نومونو دری دوهمه درجه اودوې لومړی درجه ولسوالۍ لري چې د کلیوټول ټال شمیره یې ۲۶۷ ته رسیږي خو په تاریخي لحاظ ددغه ولایت اراضي د موقعیت له لحاظه ډیره صعب العبوره اوپه تاریخي لحاظ د ماضي ډیرې کیسې په خپله کې ښخې لري دلرغونتوب له مخې معلومېږي چې انسانان ډیرپخوا دلته میشت شوي دي ځکه لرغونتیا یې د کره روایاتو له مخې دآریایانوترزمانې پورې رسیږي او مورخینوهم دوی اصیل اریایان سجل کړي دي .

د تاریخ په اوږدوکې دغه ولایت په مختلفونومونویاد شوی دی چې یوله دغه نومونوڅخه (بلورستان) و، چې دغه نوم نه یوازې اوسني نورستان ، بلکې په خوا پورې یې دکونړ٬ چترال ٬ کشمیراوکاپیسا سیموته هم استعمال شوی دی ددغه ولا یت شمال پلود بدخشان ولایت ٬ سهیل ته یې لغمان ٬ لودیځ ته یې د پنجشیر اوکاپیسا ولایتونه اوختیځ ته یې د گاونډي هېواد دچترال اوکشمیرسیمې موقعیت لري.

په جغرافیایی لحاظ نورستان د هېواد په ختیځ کې یوغرنی ولایت دی چې ۹۲۶۶کیلومتره مربع مجموعي مساحت لري دغه ولایت د ختیځ له پلوه  د۹۸ کیلومتروپه اوږدوالي د ډیورند دتحمیلي کرښې په امتداد پوله جوړوي چې دا سرحد د شمال له پلوه له (کافرکوتل)  نه را پیل او د سهیل په لورد کامدیش ولسوالۍ تر(کوتل درویش)  پورې را غزیدلی دی دغه ولایت د عرض البلد د شپږ دیرش اعشاریه صفرڅلوراو څلوردیرش اعشاریه یونوي او د طول البلد دیواویا اعشاریه دوه شپیته او نه شپیته اعشاریه یو نوي درجو ترمنځ موقعیت لري ددغه ولایت غرونه ټول په سوزني برگ ونو پوښل شوي دي چې زیاتره یې جلغوزي ٬ ارچه ٬  شیشم ٬ وله ٬ بلوط اوچنارتشکیلوي په نورستان کې کرنیزې ځمکې ډیرې لږې دي ځکه ډیری اراضي یې له لوړو غرونواولویواوکوچنیودرو نه تشکیل شوې ده د نورستان خلک په نورستاني ژبه خبرې کوي خو ۱۵ سلنه وگړي يې په پشه ی هم خبرې کوي د نورستان په ځینو برخو کې د تاجک قوم هم اوسیږي خوداوسېدونکوبین البیني ژبه یې بیا پښتو ده .

څرنگه چې دغه ولایت په لوړه اراضی موقعیت کې قرارلري نواقلیم اواب هوایې دخپلې ارتفاع په بنا له ننگرهار، لغمان اوکونړنه ډیرتوپیرلري اوسوړدی .

په دغه ولایت کې د ژمي په موسم کې ډیرې واورې اوریږي د اورښت کچه یې په منځنی توګه له ۷۰۰نه ۸۰۰ میلي مترو پورې رسیږي  دیخنۍ او د ژمي په موسم کې ددغه ولایت یوشمیر برخې دومره  سړې وي چې دسانتیګراد په کچه د یخنې درجه یې ترمنفي لسو درجو را ټیټیږی او دژمي په دې سړه هوا کې د ډیرو واورود اوریدوله امله  د نورستان مواصلاتي لارې ټولې تړل کېږي ځکه دا لارې له ډیرولوړوغرونواوکنډونو اوښتې دي خواوس څه آسانتیاوې پرې را منځ ته شوې دي ځکه د هېواد دنورو ولایتونوپه ډله کې په دې وروستیوکې نورستان هم دټولنیزوخدماتوپه برخه کې له متوازن انکشاف نه برخمن شوی دی ، د صنعت په برخه کې هم ددغه ولایت اوسېدونکي اوپه تیره بیا ښځې ډېرپرمختګ لري ځکه له پخوا نه ددې سیمې ښځې پشمي او نخي تیکو په اوبدلوکې مهارت لري اوهمدارنگه په نورستان کې ، ښه پکولونه اوچپنې هم جوړیږي چې پخپله دوی ترې گټه پورته کوي اویا یې د ډالۍ په بڼه مېلمنو ته ورکوي خود ماشیني صنعت په برخه کې دغه ولایت یو څه وروسته دی ځکه دلته کومه داسې فابریکه وجود نلري چې ماشیني تولید ولري که څه هم د نورستان په ولایت کې د خامو موادو د لرلو له وجې د فابریکوجوړولو زمینه مساعده ده  خو تراوسه چا دلته پانگونه ، نه ده کړې او د نورستان د معدنونوله پلوه هم غني ولایت دی خوپه خواشینۍ سره چې ټول یې معدنیات په غیرفني توگه استخراجیږي چې د گټې په ځای یې ضررډیردی .

د نورستان دود دستوراوفرهنگ دافغانستان د نوروولایتونو له اوسېدونکو سره ډیرتوپیرلري ددغه ولایت اکثریت اوسېدونکي مالداردي ٬ دوی په غرونو کې دوه پوړیزه د لرگو ودانۍ جوړوي چې یوه کړکۍ یې د ختیځ اوبله یې د لودیځ پلو پریږدي چې په دې کې دهواچلېدلوحکمت دی ، دوی په چپرکت بیده کیږي اود میزپه سر ډوډۍ خوري ، د نورستان اوسېدونکي ځینې یې د میږو له وړیو نه لباس هم جوړوي چې د وړینو مصنوعي ټوکرانو په ډله کې تر ټولو تاوده وي خوځینې غرني وګړي یې بیا پوستکي هم اغوندي نارینه یې پکول په سرکوي دنکاح په مسایلوکې دنجلۍ پلارد واده په مهال دهلک له پلارګنۍ نه میږي او وزې په طویانه او ولورکې اخلي .

دنورستان سیمه یووخت دکافرستان په نوم هم یادیده ځکه ددغه ځای خلک داوږدوکلونولپاره داسلام په سپیڅلي دین نه وه مشرف شوي ٬ دا عجیبه وه چې ولې اوسني نورستان ته اسلام نه وه غزیدلي اوتقریبا د څه باندې ۱۱۰۰کاله د اوسني افغانستان په زړه کې دا لویه انساني کتله د اسلام له سپیڅلي دین نه محروم پاته شوي وه .د عبد الرحمن خان د واکمنۍ په مهال دغه ځای ته معنوي  پاملرنه واوښته ،  لښکرکشی وشوي او دا وگړي د اسلام په سپیڅلي دین مشرف شول اونوم نورستان ته واړول شو. ددې ولایت د ماشومانو ترمنځ د خوسى، توپ دنده ، واروکى په نوم یو لړمحلي لوبې موجودې دي او همدارنگه د (کوتو)  لوبې د نورستان د لویانو ترمنځ مشهورې لوبې دي چې د ژمي په موسم کې د نورستان د اکثریت خلکو ترمنځ اجرا کیږي خو یو لړ نورې فزیکي لوبې لکه د اوسنۍ زمانې سپورتي لوبې لکه واليبال او کرکت هم د دوی د ځوانانو ترمنځ رواج لري .

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *