افغانستان

د کابل- کندهار لویې لارې د لومړۍ برخې قير اچولو کار پيل شو

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري پرون شنبې د کابل- کندهار لویې لارې له ارغندي څخه تر دراني بازار پورې پر سړک قیر اچونې چارو پروژه پرانیستل شوه.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري پرون شنبې د کابل- کندهار لویې لارې له ارغندي څخه تر دراني بازار پورې پر سړک قیر اچونې چارو پروژه پرانیستل شوه. په یادو مراسمو کې د ریاست‌الوزرا پر اقتصادي مرستیال سربېره د ټولګټو وزارت سرپرست محمد عیسی ثاني، د کابل او میدان وردګ ولایتي مسئولینو او د خصوصي سکټور یوشمېر استازیو هم حضور درلود. د یادې پروژې د پرانیستو مراسمو ته ملا برادر اخوند وویل، چې د هېواد د نورو لویو لارو په پرتله د کابل- کندهار پر لویه لار بیروبار زیات دی. د دې لارې د اړول شوي سړک دواړو خواوو ته پراته کورونه او پر دغه لار تلونکي مسافر د خامه سړک له دوړو ډېر په تکلیف دي. موږ له قراردادي شرکتونو غواړو چې یاد سړک څومره ژرممکنه وي، په ښه کیفیت، پوره صداقت او امانت‌دارۍ سره ورغوي. همدا راز د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال زیاته کړه چې قراردادي شرکتونه د یاد سړک په هغو برخو کې چې د جوړېدو چارې یې عملاً جریان لري دواړو خواوو ته پر فرعي سړکونو د عامو هېوادوالو د تلو راتلو پر مهال اوبه واچوي، چې پر دغه لار تلونکو مسافرو او شاوخوا کورونو ته تکلیف ونه رسېږي. همدارنګه په غونډه کې د خصوصي سکټور استازیو وویل چې د دې لویې لارې په بیارغېدو سره به د هېواد له جنوب څخه مرکز او بیا شمال ته د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي. د کابل- کندهار لویې لارې د بیارغونې چارې په ۷ برخو وېشل شوې، چې له ارغندي تر دوراني بازار پورې سړک یې ۲۷ کیلومتره اوږدوالی، ۱۱متره پلنوالی او د ۵۰ او ۸۰ مترو په اوږدوالي دوه لوی پلونه او ۶۰ پلچکونه لري، چې شاوخوا یو میلیارد افغانۍ لګښت پرې راځي. دغه سړک د اسلامي امارت په مالي ملاتړ د خصوصي سکټور له لوري په یو کال کې رغول کېږي چې په بشپړېدو سره به یې پر دغه لار تلونکو مسافرو او د سوداګریزو توکو په لېږد کې د پام وړ اسانتیاوې رامنځته شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *