اسلامی

د اقصی بې مخینې توپان

د الجزیره خبریال ښاغلي احمد منصور کلونه پخوا په یوه خپرونه کې له شیخ احمد یاسین څخه وپوښتل چې د اسرائيلو د راتلونکي په اړه څه وایئ؟ د شهید شیخ رحمه الله ځواب دا و، چې اسرائيل به تر ۲۰۲۷ز کاله پورې د ځمکې پر مخ نه وي موجود. (اسرائيل بتکون مش موجود علی الارض) هغه وخت ډېرو سیاسي مبصرینو او کارپوهانو دا وړاندوینه د خندا وړ وبلله او ډېرو وویل چې شیخ احمد یاسین هسې خوب ویني.

 

د الجزیره خبریال ښاغلي احمد منصور کلونه پخوا په یوه خپرونه کې له شیخ احمد یاسین څخه وپوښتل چې د اسرائيلو د راتلونکي په اړه څه وایئ؟ د شهید شیخ رحمه الله ځواب دا و، چې اسرائيل به تر ۲۰۲۷ز کاله پورې د ځمکې پر مخ نه وي موجود. (اسرائيل بتکون مش موجود علی الارض) هغه وخت ډېرو سیاسي مبصرینو او کارپوهانو دا وړاندوینه د خندا وړ وبلله او ډېرو وویل چې شیخ احمد یاسین هسې خوب ویني. خو خپله شهید شیخ احمد یاسین دا وړاندوینه قرآني تجویز وباله او ویې ویل چې د هرې پرګنې او هر قوم له پاره څلوېښت کاله د سقوط او عروج زمانه وي. نو هغه څه نجومي او فلکپوه نه، د قرآن هغه ایت ته یې اشاره کوله چې الله تعالی د بني اسرائيلو په اړه وايي: ژپاړه: (الله ج وویل: ښه، دا ځمکه په دوی باندې تر ۴۰ کلونو پورې حرامه شوې ده دوی به سرګردانه ګرځي نو[موسی]په دې سرغړاندو مه خپه کېږه) سورة المائده: ۲۶ آیت. دا مې تر نن ورځې پورې وویل، دا نه وایم چې د احمد یاسین له میعاده پخوا به د اسرائيلو ښارګوټي او ښارونه راخپل شي. د هغه وړاندوينه په دې رایاده شوه چې د نن او پرون بې مخینې، حیرانوونکې او سترې فتحې د هماغې وړاندوینې پېلامې راته ښکاریږي. یوازې ما ته نه، بلکې هر هغه چا ته چې د الجزیره ټلويزون څخه یې هغه مهال یا بل وخت د احمد یاسین تاریخي وړاندوينه اورېدلي وي. پرون مونږ ډېر څه داسې ولیدل چې کلونه کلونه چا نه لیدل، که دا د شیخ احمد یاسین خوب هم وي، خوب هم رښتیا کیږي. اوس داسې توپان را الوتلی چې په ساعت کې لسګونه کیلومټره ځمکه لاندې کوي. دومره ځمکه چې د محمد ضیف او فتحي شقاقي زده کونکو او د فلسطین بچیو په کلونو کلونو هم نه شوه نیولای، خیر دا به ډېر سیاسي، پوځي او جغرافیايي دلیلونه لري. خو مونږ دا ویلی شو چې دا هر څه د الله تعالی له مرستې پرته نور څه نه وي. بې ساري خو په دې دي چې فلسطیني مجاهدینو کله هم په دومره شمېر اسرائيل نه وژلي، نه یې نیولي او نه یې هم بندیان کړي. د هیچا په خیال کې هم دا نه راتېرېده چې د اقصی د توپان تېرې څپې به سدیروت، زیکیم، او ایریز ښارګوټي رالاندې کړي. خو د وړمه ورځ هیښوونکې فتحې چې په خپله نېتنیاهو بې مخینې وبللې، د اقصی د توپان پېلامه ده چې وړمه ورځ سهار له غزې را والوت او په څو ساعتونو کې یې هغه ځمکې راخپلې کړې چې د اسرائيلو یو دوه نسله هم په کې زاړه شوي وو.

خو هغه خاوره د فلسطین خاوره ده، هلته د غرقد په ځای خُرما او زیتون کرل کیږي چې اسرائيلو ته پناه نه ورکوي. د نن او پرون پېښې په دې بې مخینې او د لومړي ځل له پاره وې چې فلسطینیانو پخوا په جنګونو او د هغوی په اصطلاح په معرکو او غزا کې دومره شمېر اسرائيل نه وو وژلي، د لومړي ځل له پاره په څو ساعتونو کې له 375 زیات اسرائيل وژل او 160 نیول، داسې څه پخوا نه و شوي، تېرو عملیاتو کې به تل د فلسطینیانو مرګ ژوبله له اسرائيلو ډېره وه. نن بیا خبره معکوسه ده. اسرائيلي پوځ کله هم د عامو خلکو له وژلو لاس نه اخلي. ښکاره ده چې په فلسطیني نظامیانو یې زور نه رسېږي، نو عام خلک خو څه ورنه لرې نه دي، که د مجاهدینو کار بیا وګورئ، لومړی هدف یې نظامیان دي، خو خیر له یهودو نو چا د عدل غوښتنه کړې!؟

د اقصی توپان داحساساتو له زوره نه دی را الوتلی، بلکې یو منظم او پټ جوړ شوی پلان دی، د حماس او جهاد اسلامي له خوا تل له عملیاتو مخکې د تمریناتو او پوځي مانورو خبرونه خپرېږي، د اقصی له توپانه مخکې هم د رکن الشدید په نوم پوځي تمرینات وشول چې اسرائيلو ته یې د خطر زنګونه وکړنګول او نن ټولې نړۍ په عمل کې ولیدل. آن عربي هېوادونه هم حیران دي چې څنګه وړوکي فلسطین د دوی له مرستې پرته په لوړو احساساتو او نه مایوسېدونکو ارادو د اسرائيلو ملا ورماته کړه. دا نه وایم چې څه روان دي، همداسې به متواتر وي او دښمن به کوم غبرګون نه لري، د نړۍ په ملتونو کې اسرائیل تر ټولو ډېر غچ اخیستونکي دي. اوسمهال د فلسطینیانو اراده ډېره کلکه ده او په کومو احساساتو چې جنګ پيل شو، تر اخره به په شا لاړ نه شي. دا زما وړاندوينه نه، بلکې د هغوی احساسات دي. په غزه کې د حماس یو مشر یحيی السنوار وویل چې د اسرايلو هغه اهداف په نښه شوي چې ملا به یې ورماته کړي. بلکې اسرائيلو خپله بېړنی حالت اعلان کړ، ټول ملکي هوايي ډګرونه یې وتړل.

دا یو نه په شا کېدونکی مقاومت دی او څوک چې تراوسه د اسرائيلو په زور او ځواک باور لري، بالکل غلط دي، دوی نه پوهیږي، یوازې شهید سید قطب پوهېده چې ویل یې: د شهیدانو په وینو د اسلام تهداب لا قوي کیږي او دا غلطه ده چې د ډېرو په شهادت به مونږ خوار او کمزوري شو.

نن د فلسطین مجاهدین په اسرائيلي میرکاوا ټانکونو د تیږو وارونه نه کوي او نه هم په استشهادي بریدونو لاس پورې کوي، بلکې په تش لاس په اسرائیلو پسې راوتلي او هغوی هم نن د خپل عادت پرخلاف تېښته کوي څرنګه چې الله تعالی فرمایی: ژباړه: (او الله ج د دوی په زړونو کې ډار واچولو چې دوی خپل کورونه په خپلو لاسونو سره او د مؤمنانو په لاسونو سره هم ورانول) .[حشر/ ۲]   دا دریم وار دی چې له نظامیانو سره سره د عامو خلکو لښکرې هم په سدیروت او زیکیم ور وختلې او لرې نه ده چې د لویدیځې غاړې او غزې ترمنځ جغرافیايي یووالی راشي، تراوسه لا یوازې د دوو ملتونو جنګ ته نه دی ورګډ شوی، بلکې هر هېواد خپل دریځ روښانه کړی. خو د فلسطین دننه عملیاتو کې بیا هسې ځان نه ورګډوي او نه هم عرب د[ ۱۹۶۷ او ۱۹۷۳ ز] کلونو عرب دي. بیا هم که دا د اقصی توپان وي، نو د اُمت توپان به څنګه او څومره وي؟ دا هغه بحث دی چې د وخت کوم ابن خلدون به پرې وغږیږي. مونږ یوازې د دعا توان لرو، د اقصی له پاره او د فلسطین له پاره او په دې ایمان لرو چې د مسلمانانو هره بریا چې هر ډول وي، د الله جل جلاله په مرسته راغلې ده. «وما رمیت اذ رمیت ولکن الله رمی».

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن