افغانستان

مهاجر فراهی: د نړۍ درې زبرځواکونو د افغانانو کلتور د بدلېدو ناکامې هڅې کړي

د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال او د هرات مرستیال والي مهاجر فراهي د روسیې په سن‌ پترزبورګ ښار کې جوړ شوي نړیوال کلتوري فورم ته په وینا کې ویلي؛ له یوه داسې هېواده راغلی یم،

د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال او د هرات مرستیال والي مهاجر فراهي د روسیې په سن‌ پترزبورګ ښار کې جوړ شوي نړیوال کلتوري فورم ته په وینا کې ویلي؛ له یوه داسې هېواده راغلی یم،

چې د نړۍدریو لویو زبرځواکونو “برېتانیا، شوروي، امرېکا” اشغالګرو یې د عقیدې، دین، او کلتور د بدلېدو ناکامې هڅې کړې دي، کومې چې د دوې په ماتو بې پایلې شوې.

نوموړي زیاته کړې؛ افغانستان کې هغه سنتي کلتورونه، چې د اسلام مبارک دین ورته اجازه ورکړې یو ستر حقیقت دی او اوسېدونکو ته یې لومړیتوب لري او د پرمختګ هڅه یې کیږي.

مهاجر فراهي دغه راز کلتور د نړۍ هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو پاللو لپاره مهم بللی او د یو او بل کلتور ته پر درناوي کولو یې ټینګار کړی.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال له هېوادونو غوښتي، چې له کلتوري یرغلونو څخه ډډه وکړي او د زور او فشار له لارې د نورو د کلتورونو له منځه وړلو هڅه وه نه کړي.

فراهي د نړیوال کلتوري فورم له ګډونوالو هېوادونو غوښتي، چې د فلسطین پر مظلوم ولس د اسرائیلو صهیونیستي رژیم د ظلمونو مخنیوي لپاره غږ پورته کړي او چاته اجازه ورنه کړي، چې د یوه تاریخي قوم ارزښتمن کلتور له منځه یوسي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *