اخبارافغانستان

په مالیزیا کې د افغانستان سفارت له لوري د البخاري نړیوال پوهنتون ممتاز افغان محصل وستایل شو

په مالیزیا کې د افغانستان د سفارت چارواکو د هغه هېواد د البخاري نړیوال پوهنتون د یوه ممتاز افغان محصل د ستاینې خبر ورکړی دی.

یاد سفارت پر خپله اکس پاڼه ليکلي، چې د مالیزیا په پلازمېنه کوالالمپور ښار کې د افغانستان اسلامي امارت لوی سفارت د سرپرست نقیب الله احمدي له لوري د البخاري نړیوال پوهنتون ممتاز افغان محصل مجتبی امین، چې د پوهنتون له لوري یې د ښو، علمي او ټولنیزو لاسته راوړنو په پايله کې د وائیس چانسلر (علمي مرستیال) اېوارډ ترلاسه کړی وو، د سفارت له لوري د ستاینلیک او ډالۍ په ورکولو سره وستایل شو.

سرچینې زیاته کړې، چې په مالیزیا کې د افغانستان اسلامي امارت د لوی سفارت له لوري به د ټولو افغان محصلینو هر راز ستونزو ته د رسېدنې تر څنګ د هغوی ستاینې  او تشویق په موخه همیشنۍ هڅې دوام ولري.

د یادونې وړ ده، چې یو شمېر افغان محصلینو له دې وړاندې هم د نړۍ له بېلا بېلو معتبرو پوهنتونونو څخه د غوره محصلینو لقبونه ګټلي دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *