د ریاست الوزرا د دفتر لوی رئیس: اسلامي امارت د ټولګټو پروژو پلي کولو ته ژمن دی
د ریاست الوزرا د دفتر لوی رئیس ډاکتر ملا عبدالواسع د هرات ولایت د شینډنډ پنځه ګونو ولسوالیو علماوو او مشرانو سره لیدنه کړې.
د ریاست الوزرا د دفتر لوی رئیس ډاکتر ملا عبدالواسع د هرات ولایت د شینډنډ پنځه ګونو ولسوالیو علماوو او مشرانو سره لیدنه کړې.
علماو او مشرانو ویلي، له نېکه مرغه په ټول هېواد په ځانګړي ډول د شینډنډ پنځه ګونو ولسوالیو کې بشپړ امنیت تامین دی، ازادي، استقلال او اتفاق راغلی دی.
نوموړو د هرات د شینډنډ پنځه ګونو ولسوالیو د ارزښت په اړه معلومات ورکړي او هغه یې د لویدیځ زون مهم برخه بللې.
مخورو د خلکو ستونزو په ځانګړي ډول د اوبو د دوو بندونو د کار پیل، د بندرونو پرانیستلو او د جهادي مدرسې جوړولو ته دې پاملرنه غوښتې.
د ریاست الوزرا د دفتر لوی رئیس د اشغالګرو پر وړاندې د تېر ۲۰ کلن جهاد په جریان کې د شینډنډ د ارزښت او د هغه ځای د خلکو د قربانیو یادونه او قدرداني کړې.
نوموړي ویلي، د یو هېواد لپاره لومړی امنیت او بیا اقتصادي وده مهم دي، ترڅو خلک د پردیو تر اغېز لاندې رانشي.
اسلامي امارت په تېرو دوو کالو کې له بهرنیو مرستو پرته توانېدلی له ملي عوایدو څخه خلکو ته ښه خدمات وړاندې کړي او د هېواد د پرمختګ او د خلکو د هوساینې لپاره ګټور کارونه وکړي.
ډاکتر ملا عبدالواسع په کابل کې د بیارغاونې چارو، د کابل – کندهار لویې لارې او د کندهار – هرات سړک د کار پیلېدو ته په اشارې ویلي، د اسلامي امارت ژمنتیا دا ده چې خلکو ته د ټولګټو پروژو په برخه کې نهایي هڅې وکړي.