افغانستان
د خاواک او اندراب کوتل ۱۲ کیلو متره رغول شوی
د ۲۱۷ عمري قول اردو د رهبرۍ په لارښوونه بغلان ولایت کې د خاواک او اندراب کوتل مواصلاتي لار د یادې قول اردو د دریمۍ انجینرۍ لوا له لوري د جوړولو چارې روانې دي.
د ۲۱۷ عمري قول اردو د رهبرۍ په لارښوونه بغلان ولایت کې د خاواک او اندراب کوتل مواصلاتي لار د یادې قول اردو د دریمۍ انجینرۍ لوا له لوري د جوړولو چارې روانې دي.
خاواک کوتل لارې د مسافرو لپاره یو شمېر ستونزې جوړې کړې وې؛ چې د ۲۱۷ عمري قول اردو په لارښوونه یاد کوتل د انجینرۍ ټیم له لوري رغول کیږي.
تر اوسه پورې د یاد کوتل ۱۲ کیلومتره سړک تکمیل شوی او ۳۰ کیلو متره سړک نور هم ترمیم ته اړتیا لري، چې د یاد ټیم له لوري به یې کارونه ژر تر ژره پای ومومي. په داسې حال کې چې د سالنګ تونل د جوړولو چارې شروع شوي دي، بدیله لار یې د خاواک کوتل او شیبر ټاکل شوې.