سیاسی

د مسکو(فارمت) وښوده،چې په نړيوالو غونډو کې د اسلامي امارت استازوګدون اړين دی

د مسکو فارمت غونډه دا ځل د تاتارستان په کازان ښارکې د تلې په ۷مه  ترسره شوه. د تېرو غونډو برعکس يادې غوڼدې ته د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست مولوي امير خان ((متقي))بلل شوی و.

د مسکو فارمت غونډه دا ځل د تاتارستان په کازان ښارکې د تلې په ۷مه  ترسره شوه. د تېرو غونډو برعکس يادې غوڼدې ته د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست مولوي امير خان ((متقي))بلل شوی و.د مسکو په فارمت غونډه کې دايران،هند،تاجکستان،چين،قرغیزستان اوقزاقستان هېوادونواستازو ګډون کړی وو؛خو د سعودي عربستان،متحده عربي اماراتو،قطر او ترکيې هېوادونواستازو د ناظرينو په توګه غونډې ته راغلي وو.په غونډه کې د ايران او روسيې هېوادونو خبرې وکړې. د مسکو فارمت په غونډه کې دافغانستان د استازي ګډون يو مثبت ګام بلل کېږي،چې په نورو راتلونکو غوڼدو کې به د افغانستان داسلامي امارت استازو ګډون ته لاره هواره شي کومې،غونډې،چې په نړيواله کچه د افغانستان په تړاو جوړېږي د دغه هېواد د استازو پرته به پرېکړې اعتبار او ارزښت ونه لري؛ځکه اسلامي امارت په ټول افغانستان کې واکمن دی او د هرې ورځې په تېرېدو سره د قانون تنفيذ په کې پياوړی کېږي.د مسکو فارمت غونډې ته په کتو سره زموږ خبريال د افغانستان د علومو اکاډيمۍ د فلسفې انسټيټوټ له غړي ښاغلي څېړنپوه سلطاني((منګل))سره مرکه کړې،چې خپرېږي.

پوښتنه:د مسکو(فارمت) غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو سرپرست ګډون څنګه ارزوئ؟

ځواب: د مسکو(فارمت) وښوده،چې په نړيوالو غونډو کې د اسلامي امارت استازوګدون اړين دی. د اسلامي امارت له منځه ته راتلو راهيسې په ايران،تاجکستان،هند او ځينو نورو هېوادونو کې ډېرې غوڼډې جوړې شوې؛خو يادو غونډو کومه مثبته پايله نه لرله.لامل يې داو،چې د اسلامي امارت استازي غونډو ته نه بلل کېدل او جوړې شوې غونډې به پرته له کومې مثبتې پايلې ناکامې شوې.دا،چې دا ځل د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنيو چارو سرپرست د مسکو فارمت غوڼدې ته بلل کېږي،زه دغه اقدام مثبت بولم،چې راتلونکو نورو غونډو ته به لاره هواره شي.دا يو واقعيت دی،چې په افغانستان کې اسلامي امارت له پوځي، اقتصادي اوسياسي پلوه پر اوضاع واکمن دی؛نو بهرنيانو ته هم دا واقعيت څرګند دی،چې د اسلامي امارت له استازو پرته دغه غونډې بريالۍ کېدای نه شي.کومې ستونزې،چې پيدا کېږي بهرني دولتونه کولی شي د اسلامي امارت له استازو سره په نيغه کښېني او د حل لاره ورته پيدا کړي.زه بياهم د مسکو فارمت غونډه ګټوره بولم،چې د نورو غونډو لپاره به لاره هواره کړای شي.

پوښتنه: بهرنيو هېوادونو په تېرو غونډو کې د افغانستان د اسلامي امارت استازو له ګډون څخه ډډه کوله،ولې؟

ځواب:بهرنيو هېوادونو له دې وړاندې داسې انګېرل،چې ګواکې اسلامي امارت لنډ مهالی او له منځه تلونکی دی؛خو داسې ونه شول،بلکې دغه امارت غښتلی شو.اسلامي امارت د پخواني نظام په پرتله رښتينولي په کې ډېره ده او په خپل قول ولاړ خلک نظام چلوي.پخواني نظام په خوله يوڅه وېل،خو په عمل کې يې هغسې نه کول،نوځکه د دوی حکومتولۍ مثبته پايله نه لرله او له سقوط سره مخ شو.بهرنيان هم پر دې واقعيت پوهېدلي ،چې اسلامي امارت د افغانستان او خلکو لپاره په رښتينولۍ او صداقت سره فعاليت کوي.اوس،چې موږ ګورو د هېواد اقتصاديې د پرديو له مرستو پرته په پښو درولی دی او د وخت په تېرېدو سره غښتلی شوی.پخواني نظام د بهرنيو مرستو سره سره د شلو کلونو په موده کې اغېزمن کار وکړای نه شو.يو ورځ به راورسي،چې بهرنيان د افغانستان اسلامي امارت د خپلو مثبتو کارونو له امله په رسميت وپېژني او دا به ورته ثابت شي،چې کوم بل ځواک نه شي کولی افغانستان يو موټی کړي.ټول په دې پوهېږي،چې اسلامي امارت د دوو کلونو په موده کې ډېرې برياوې لري. نوی نظام دی ، کورنۍ او بهرنۍ ستونزې او ربړونه يې په لارکې شتون لري.بهرني دولتونه بايد اسلامي امارت د يوه واقعيت په توګه ومني او تل يې غونډو ته وروبولي او د بيارغاونې برخه کې هم ورسره اوږه په اوږه ودرېږي.ټول په دې پوهېږي،چې افغانستان يو جګړه ځپلی هېواد دی بيارغاونې ته اړتيا لري.

پوښتنه: د اسلامي امارت لپاره نړيوالې غونډې څومره ارزښت لري؟

ځواب:دا يو واقعيت دی،چې د افغانستان  سياسي،اقتصادي او پوځي واک د اسلامي امارت د مجاهدينو په لاس کې دی.زموږ د هېواد داسې يوه ولسوالي نه شته،چې هغه د کومې ډلې په لاس کې وي.د هېواد کورنۍ او بهرنۍ پاليسي اسلامي امارت جوړوي.د اسلامي امارت مجاهدين په جګړه کې تجربه لري او هم په خپلو کړووړو کې له رښتينولي کار اخلي.د کورنيو او بهرنيو شخړو په له منځه وړلو کې هم ځواکمن دي؛نو اړينه ده،چې له ټولو هېوادونو سره ښې اړيکې ټينګې شي او ستونزې د غونډو او خبرو له لارې حل کاندي.په هوايی توګه هېڅ ستونزه نه شي هوارېدلی،بهرنيان دې له اسلامي امارت سره د مخامخ خبرو له لارې خپلې غوښتنې او نيوکې مطرح کړي کيدای شي بهرنيان دلته راشي او يا اسلامې امارت استازي بهرته د خبرو لپاره لاړشي، ستونزې د سولې او ورورولۍ له لارې هوارېدلی شي.

پوښتنه:د مسکو فارمت په غونډه کې د روسيې او ايران استازو د افغانستان له اسلامي امارت څخه دا غوښتنه کړې،چې په حکومت کې دې د قومونو استازو ته د ګډون حق ورکړي.ستاسې له انده دغه دريځ څنګه دی؟

ځواب:په پخواني نظام کې د قومونو د استازو شتون ليدل کېده،خو د قومونو په بهانه ځينو کسانو لکه جنرال دوستم،محقق،عطا محمد نور او همدارنګه د پنجشېر مقاومت له خوا هم استازو په نظام کې شتون درلودل.ډېر ځايونه د دغو خلکو تر واکمنۍ لاندې وو.د قومونو د دغو استازو ګډون کومه مثبته پايله نه لرله، په اسلامي امارت کې د افغانستان د ټولو قومونو استازي شتون لري، زه د يو موټي او مرکزي دولت په توګه د اسلامي امارت شتون او موجوديت ګټور بولم، د قدرت نور اهرامونه ګټور نه بولم؛ځکه موږ د شلو کلونو په موده کې بېلابېل د قومونو استازي تجربه کړل،اوس که موږ ايران ته نظر واچوو هره ورځ قومونه ټکول کېږي د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره وژل کېږي.د قومونو ستونزې په هرځای کې شتون لري، په روسيه کې هم قومونه ټکول شوي او تر داننه پورې دا لړۍ دوام لري، په افغانستان کې قومونه په ورورولۍ کې ژوند کوي. په دې لاره کې کومه ستونزه نه شته. بهرنيان د افغانستان د قومونو په بهانه سياسي ګټې پورته کوي، په افغانستان کې د قومونو ترمنځ کومه ستونزه نه شته ، ټول د اسلامي امارت په چوکاټ کې ژوند او دنده ترسره کوي،په ايران کې سني مذهب وګړي ډېر له توپير سره مخ دي، که چېرې د پخواني نظام په څېرد قومونو د استازو ګډون موضوع مطرح کېږي هماغه د پخواني نظام تېروتنې اوماتې تکرارېږي،چې په داسې يوه حالت کې به ياد کړکېچونو،جګړو او نادودو شاهدان واوسو، نو په کار دي،چې د بهرنيو دولتونو په کورنيو چارو کې ګوتوهنې ونه شي او د هغې په ځای دې د ستونزو د هوارولو لپاره د متقابلې همکارۍ او تعاون دود ته پاملرنه وشي.په پخوانيو حکومتونو کې په نظام کې د قومونو استازو ډېرې ستونزې او اختلافونه پيدا کړل.زماله انده په غوڼدو کې د قومونو موضوع راپورته کول کومه مثبته پايله نه لرلی شي. اسلامي امارت

هم دغه لاسوهنې نه زغمي، موږ خپلو ګاونډيو هېوادونو ته هېڅکله نه دي ويلي،چې د قومونو حقونه ولې تر پښوو لاندې کېږي.

پوښتنه:د اسلامي امارت له منځ ته راتلو دوه کاله تیرېږي، تر اوسه پورې کوم هېواد په رسميت نه دی پېژندلی؛خو د وخت په تېرېدو غښتلی شوی دی،ستا له انده دغه بهير څنګه دی؟

ځواب:د افغانستان اسلامي امارت د دوو کلونو په موده کې په بېلابېلو برخو کې ډېر پرمختګ کړی دی، لکه د قوشتېپې کانال پروژه،د سالنګ سړکونه د نورو سړکونو د رغولو کارونه او همداسې د برېښنا بندونه رغول شوي دي اوهمداسې په لسهاوو نورې پروژې پلې شوي دي.دغه پرمختګونه د دې حقيقت څرګندويی کوي،چې اسلامي امارت قانوني حکومت دی؛نو بهرنيان دې په رسميت وپېژني .مغرض دولتونه د يوه هېواد خپلواکۍ،د خاورې بشپړتيا ته هېڅ ارزښت نه ورکوي،دوی د قومونو د استازو تر نامه لاندې خپلې ګټې ساتي، زما له انده د افغانستان د اسلامي امارت په رسميت پېژندل يو غوره دريځ دی،چې بهرنيانوته ګټه رسولی شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *