جهان

روسیه د ایران په همکارۍ د ډرونونو کارخونه جوړوي‌

د امریکا استخباراتي ادارو خبرداری ورکړی چې په مسکو کې بې پیلوټه الوتکو د کارخونې جوړېدو په تړاو د روسیې او ایران همکاري ښايي پر اوکرایین بریدونو لپاره د کرېملین وړتیا زیاته کړي.

د امریکا استخباراتي ادارو خبرداری ورکړی چې په مسکو کې بې پیلوټه الوتکو د کارخونې جوړېدو په تړاو د روسیې او ایران همکاري ښايي پر اوکرایین بریدونو لپاره د کرېملین وړتیا زیاته کړي. د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي تېره میاشت د سپوږمکیو په وسیله د اخیستل شویو تصویرونو په استناد وېیلي وو چې دغه کارخونه د روسیې په ځانګړې اقتصادي سیمه «الابوګا» کې جوړېږي. هغه زیاته کړې وه چې مسکو له تهرانه اړین مالوماتو او تجهیزات ترلاسه کوي.‌ د رپوټونو پر بنسټ ایران وار له مخه روسیې ته سلګونه چاودېدونکي ډرونونه او همدا راز د دغو الوتکو اړوند تجهیزات ورکړي دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *