گزارش

د قوشتېپې کانال او ورسره تړلي ملي هیلې!

زما د څېړنې له مخي بيا(۱۱۰۰) سوه زره ځمکه اټکل شوې ده، د شهيد سردار محمد داودخان د پلان ارقام زه تر نورو صحيح ګڼم، توپېر دادی چې هغه وخت (۲۰۰) کېلومتره مساحت په پلان کې و، د اوسني پلان له مخي (۸۵) کېلومتره ځمکه نوره ور شامله شوه، له کبله يې کېدلای شي(۳۰۰) زره هټکاره نوره وي چې مجموعًا يوميليون او سل زره(۱۱۰۰۰۰۰) هټکاره مځکه کېږي، يوهکټار لس زره متره مربع دی.

ليکوال: مولوي عبدالرحيم غياث

پنځمه  برخه

زما د څېړنې له مخي بيا(۱۱۰۰) سوه زره ځمکه اټکل شوې ده، د شهيد سردار محمد داودخان د پلان ارقام زه تر نورو صحيح ګڼم، توپېر دادی چې هغه وخت (۲۰۰) کېلومتره مساحت په پلان کې و، د اوسني پلان له مخي (۸۵) کېلومتره ځمکه نوره ور شامله شوه، له کبله يې کېدلای شي(۳۰۰) زره هټکاره نوره وي چې مجموعًا يوميليون او سل زره(۱۱۰۰۰۰۰) هټکاره مځکه کېږي، يوهکټار لس زره متره مربع دی، د افغانستان په حساب پنځه جريبه کېږي ځکه چې يوجريب (۴۴) متره مربع دی چې ټول حاصل يې (۱۹۳۶) متره کېږي چې يوولس لکه په پنځه کې ضرب کړو، حاصل يې (۵۵۰۰۰۰۰) جريبه ځمکه راوزي. په دې کې يوه حصه (۱۳۷۵۰۰۰جريبه) د فرعي کانالونو، سړکانو او نورو اړينو ځايونو ته باسو، يوازي درې حصې (۴۱۲۵۰۰۰ جريبه) يې دکورونو او زراعتي ابادۍ ته پاتېږي.

که حکومت له دې ځمکې يوې کورنۍ ته شل جريبه(۵ هټکاره) مځکه ورکړي، د افغانستان (۲۰۶۲۵۰) کورنيو ته رسیږي، که موږ د يوې کورنۍ حد اقل افراد لس فرض کړو(۲۰۶۲۵۰۰) افراد به له دې ځمکې تغذيه او آباد شي چې  ياد ارقام دنفوسو په لحاظ د افغانستان د منځنيو ولايتونو له جملې يو ولايت رامنځته کوي، ځکه خو ياده پروژه د افغانستان په تاريخ کې ډيره ستره او ډيره ارزښتناکه پروژه ده.

ز: د قوشتېپې ابادي به د پرمخ تللي عصر نوي ابادي وي : داچې د قوشتېپې ځمکې ټولي نا ابادي دي، که د کورونو او زراعتي مځکو ابادي پرې کېږي، دا ابادي به هم د زراعت او هم د تعمير په لحاظ نوي وي، اوس چې  د افغانستان وګړي، په ډيرو پر مختللو هيوادونو کې ژوند کوي کله چې دوی هېواد ته راستون شي او په دې ځمکو کې برخه واخلي، ښکاره ده چې دوی به د پرمختللې نړۍ پرسيسټم ابادي کوي، د افغانستان د ډيرو ولايتونو ابادۍ زړې او ډيري پخوانۍ دي خو د قوشتېپې ابادۍ اوښارونه به ډير نوي او ډير پرمختللې و اوسي، ان شاء الله.

د قوشتېپې کانال حقوقي حيثيت :

د اموسيند اوبه د افغانستان او تاجکستان له اوبيزو سرچېنو رابهېږي، د افغانستان، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان ترمنځ سرحد جوړوي نو په حقوقي توګه ګټه هم  بايد په هغه اندازه ورڅخه واخیستل شي، څومره اندازه چې يې د اوبود سرچېنو وي. د افغانستان د نورو زيرمو ترڅنګ د روانو اوبو او په مځکه کې د دننه اوبو ډيري قيمتي سرچېنې لري چې له کبله يې د سيالو ګاونډيو هيوادونو د سيالۍ سترګي افغانانو او افغانستان ته ور اوړي او ويل کېږي چې پر افغانستان د پرله پسې جنګونو له ډېرو سببونو څخه يو سبب هم دافغانستان اوبه دي. دا ځکه چې افغانستان غرنی هيواد دی، اوبه يې تر ډيره ژوندۍ او ډېري چابکې تر ډيرو لرو سيمو پوري رسيږي او په عين حال کې يې جغرافيوي موقعيت لوړ دی چې اوبه يې خپلو ګاونډيو هيوادونو: پاکستان، ايران، ترکمنستان، تاجکستان او ازبکستان ته رسيږي خو دیادو هيوادونو اوبه زموږ هيواد ته نه سميږي.

د نورو شيانو په څېر اوبه هم ملکيت ګڼل کېږي او په اسلامي شريعت کې ورپوري ډير احکام تړلي دي.

په نړيوالو قوانينو کې هم اوبه ډير قوانين لري.

آموسيند د نړيوالو سيندونو له جملې دی، دآسيا او افغانستان په کچه يوازنۍ غټ سيند دی چې له اوبو يې ډيره ګټه اخيستل کېدلی شي.

د اموسيند ۴۰٪ اوبه د افغانستان له سرچېنو دي، بد بختانه چې موږ دخپل حق په اندازه ورڅخه ګټه نه ده اخيستې، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان ورباندي خپلي شاړې مځکې ابادي کړي، ډير ستر کانالونه يې ورڅخه کښلي دي خو افغانستان تر اوسه ورڅخه کوم غټ کانال نه دی کښلی، يوازنی د قوشتېپې کانال دی چې کښل

کېږي.                             پاتی لری

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *