افغانستان

مسکو کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سره د روسې ولسمشر سلاکار لیدنه کړې

مسکو کې د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره د روسې فدراسیون د ولسمشر ولادیمیر پوتین سلاکار ادلگریف روسلان سعید حسینویچ لیدنه کړې.

مسکو کې د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره د روسې فدراسیون د ولسمشر ولادیمیر پوتین سلاکار ادلگریف روسلان سعید حسینویچ لیدنه کړې.

په یاده لیدنه کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د دواړو هېوادونو د سیاسي او اقتصادي اړیکو په پیاوړتیا، د تجارت په برخه کې د عملي ګامونو په پورته کولو او په بېلابېلو برخو کې پر همکاریو ټینګار کړی او د دواړو هېوادونو اړیکې یې مخ پر وده او مهمې بللي.

مولوي امیرخان متقي د مخدره موادو د مخنیوي، د روږدو د تداوۍ، د مثالي امنیت ټینګښت، د داعش له منځه وړل او د افغانستان سرحدونه ساتل د اسلامي امارت له لاسته راوړنې یادي کړي.

سعید حسینویچ د بهرنیو چارو سرپرست وزیر او مل پلاوي ته مسکو ته د راتګ هر کلی ویلی او په یادو برخو کې یې د اسلامي امارت د ترسره کړو اغیزمنو او ګټورو ګامونه ستاینه کړې.

نوموړي چمتووالی ښودلی، چې حکومت به یې له افغانانو سره په بېلابېلو برخو کې همکارۍ وکړي.

د ولادیمیر پوتین سلاکار ټینګار کړی؛ چې د افغانستان د اوسنیو پرمختګونو حقیقي تصویر باید نړیوالو ته وړاندې شي، چې هر چاته حقیقت روښانه شي.

دواړو لورو له ناستې خوښي څرګنده کړې او د اقلیمي بدلون، پوهنې، تجارت، زراعت، صنعت او ورزش برخو کې د ښکلتیا یادونې شوي او په دوه اړخیز تګ راتګ او همداراز د اړيکو په پاوړتیا ټینګار شوی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *