گزارش

د قوشتېپې کانال او ورسره تړلي ملي هېلې!

په پای کې مولوی ذبیح الله مجاهد د اختتامیه وینا په لړ کې وویل چې هیوادونه د پردیو په مرستو نه بلکي د خپلو خلکو په هڅو او زیار ابادیږي. نوموړي له ټولو هیوادوالو وغوښتل تر څو د قوشتېپې کانال له پروژې څخه ملاتړ وکړي.))( )

ليکوال: مولوي عبدالرحيم غياث

دریمه برخه

په پای کې مولوی ذبیح الله مجاهد د اختتامیه وینا په لړ کې وویل چې هیوادونه د پردیو په مرستو نه بلکي د خپلو خلکو په هڅو او زیار ابادیږي. نوموړي له ټولو هیوادوالو وغوښتل تر څو د قوشتېپې کانال له پروژې څخه ملاتړ وکړي.))( )

د قوشتېپې کانال پېژندنه او جوړښت:

آموسيند د هندوکش دغرونو له پراخي لړۍ، د فغانستان او تاجکستان له برخو راتګ پيلوي، د افغانستان برخه يې دپامير له غرونو سرچېته اخلي چې په خپله د افغانستان ملکيت دی،۴۰٪ اوبه يې د افغانستان له سرچېنو دي.

د بدخشان،کندوز، بلخ، جوزجان، فارياب، بادغيس او هرات ولايتونو باندي تېريږي.د( ۱۱۲۶)کېلومترو په مساحت يې د افغانستان او خپلو دريو ګاونډيانو: تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان ترمنځ سرحد جوړ کړی دی.

په افغانستان کې ډير نور رودونه، لکه: دريای پنج،بلخ آب،کوکچه، کندوز او نور رودونه ورګډيږي. کله چې دپنج رود مسير ختم شي له همدې ځايه د اموسيند نوم خپلوي. دغه سطحه د افغانستان په خاوره کې ډېره ټيټه ده، تر اوسه افغانانو ورڅخه استفاده نه ده کړې، ځکه چې بېله کانالونو ورڅخه اوبه نه راخيژي. د افغانستان په خاوره کې د قوشتېپې کانال لومړنی کانال دی او نور ګاونډيان ورڅخه په اسانۍ کار اخلي او له ډيره وخته يې د آموسيند له اوبو ډير کانالونه ايستلي دي چې د ازبکستان د پنبه وو، اکثره حاصلات د همدې اوبو دي، ټولو ګاونډيانو د برق سټيشنونه پرې جوړ کړي دي او نوره هم عظيمي ګټه ورڅخه پورته کوي.

د قوشتېپې کانال د بلخ ولايت، کلدار ولسوالۍ د قوشتېپې په سيمه کې له اموسيند څخه راپيلېږي چې داسيمه دبلخ ولايت شرقي لوری دی، غربي لوري ته حرکت کوي او ترفارياب پوري رسيږي.

د بلخ ولايت څلور ولسوالۍ لږ او ډيري نيسي،لکه: کلدار ولسوالۍ، شورتېپه ولسوالۍ،دولت آب ولسوالۍ او چاربولک ولسوالۍ، وروسته جوز جان ولايت ته د فيض آباد ولسوالۍ له لوري ورګډيږي پرآقچې ولسوالۍ تېريږي، وروسته د جوزجان ولايت پرمرکز(شبرغان) ورتېريږي، ترخواجه دوکوه ولسوالۍ وزي، دفارياب ولايت اندخوی ولسوالۍ ته ورګډيږي په همدغه ولسوالۍ کې پای مومي.

د قوشتېپې کانال(۲۸۵)کیلو متره اوږدوالی، ۱۰۰ متره پلنوالی(سور) او ۸ متره ژور والی لري. په دې کانال کې به  د اوبو د لوړوالي کچه ۶.۵متره وي. د دې کانال د جوړولو هدف د ۱۱۰۰زره هکتاره دښتي مځکو خړوبول دي.

دا کانال په یوه ثانیه کې د ۶۶۸ متره مکعبه اوبو د انتقال وړتیا لري.نوموړی کانال درې فازه(برخي) لري،لکه: لومړی فاز یي ۱۰۸ کیلومتره اوږدوالی لري چې د امو له سیند څخه پیل او د بلخ ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې پای ته رسیږي. د دې فاز کار يوازې د کانال کښل او د کانال په اوږدو کې د پلونو رغول دي.

دوهم فاز یي چې ۱۷۷ کیلو متره اوږدوالی لري د بلخ ولایت له دولت اباد ولسوالۍ څخه پیل دجوزجان ولایت د اقچې ولسوالۍ څخه له تیریدلو وروسته د فاریاب ولایت په اندخوی ولسوالۍ کې پای ته رسېږي.د دې فاز کار هم د کانال کښل دي.

او د درېیم فاز کار یې  د کرهڼیزو ځمکو لپاره د فرعي کانالونو او ويالو کښل دي.( )

د قوشتېپې کانال د لومړي فاز مصارف ۸٫۲ ميليارډه افغانۍ شوي دي چې پخپله د افغانستان د ملي بودجې څخه د اوبو او ارنژۍ وزارت له لوري مصرف شوي دي.د لومړي فاز د کار له پاره يونيم کال اټکل شوی و خو کار يې تريوه نيم کال ځکه واوښت چې په افغانستان کې مسلکي کسان ډير کم دي او هم  هر اړخيزي ستونزي ډيري دي، په ټول يوه ينم کال کښي د کانال کار پيوسته ترسره شوی دی، کوم خنډ او څنډ نه دی پکښې راغلی، د ځنډ علت يوازي د کار ډېروالی کېدلی شي.

د دويم او درېيم فاز مصارف يې تر اوسه نه دي اټکل شوي خو باور کېږي چې په ډېره اسانۍ به يې خپله  د افغانستان  دولت پوره کړي.

يادونه: د قوشتېپې د کانال پرلومړي فاز چې څومره مصارف شوي دي، داټول له ملي بودجې څخه دي، هيڅ نوعه خارجي مرسته پکښې نشته.

د قوشتېپې کانال اقتصادي ارزښت:

د قوشتېپې کانال په لومړي سرکې دوه زره غټه او وړه مشينري، په کار ولګوله، د ملي پراختيا شرکت رئيس، ژمنه وکړه چې د کال ترپايه به، مشنيري اته ويشت سوو ته رسوي خو له ښه مرغه د کال پای ته يې مشينري څلورو زروته ورسوله چې لاهم د قوشتېپې کانال د لومړني فاز اټکل شوی کار تر ټاکلې مودې پای ته ونه رسيد چې اصلي له امل يې د کار بېحده ډير والی و. ويل کېږي چې  اوس تقريبًا د کانال ټوله مشينري ترپنځه زره رسيږي، ښکاره ده چې د قوشتېپې په کانال کې ډول ډول کارکوونکي، کار کوي،لکه:انجينران، مسلکي پوهان، موټروانان، مستريان،کاسبان، تجاران، دوکانداران او داسي نور…کار کوي، که  اقلاً  له هر موټر سره درې نفره کار کوونکې فرض شي، د قوشتېپې کانال په پروژه کې پنځلس زره کسان په کار اخته دي.

د قوشتېپې کانال د اقتصادي ارزښت مهم ټکې دادي:

ا: د کانال په دښتو کې د خپلو اوبو شتون : د قوشتېپې کانال چې په کومه سيمه کې راپيليږي، کمال يې دادی چې دازيم لرونکې مځکه ده، ډيري اوبه په خپل ځان کې لري. موږ په ويډيوګانو کې وينو چې د بلخ ولايت په کالدار ولسوالۍ کې چې تر اوسه دآموسيند نه دی ورته را خلاص شوی ټول کښل شوی کانال له پاکو اوبو ډک دی. معلوميږي چې دکانال زياته برخه به همداسي وي. کله چې آموسيند ورته را خلاص شي، په ډيرو لږو اوبو سره به دکانال اوبو ته حرکت ورکوي، اوبه به يې هم تيزي ځکه وي چې خپلي اوبه يې ډيري دي.د هيواد په کچه په نورو کانالونو کې داسي څه نه ليدل کېږي چې هلته دي په وچو دښتو کې اوبه راوزي.

پاتی لری

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن