گزارش

د اسلامۍ امارت سره: دنړۍ د هیوادونو اړیکې او تعاملات ورځ، تر بلي پراختیا مومي

د افغانستان د اسلامي امارت تګ لاره او خط مشی د هغې لومړئ ورځي نه د دوحې په کنفرانس کې چې د ۲۰۲۱ م کال دفیبرورۍ په ۲۹مه  امریکاېې اشغال پاي ته ورسید اعلام شوي او په دي ټینګ ولاړو چې د نړیوالو اصولو او میثاقو په رڼا کې به دسیمي او نړي دهیوادونو د حاکمیت او متقابل احترام له مخي به چلند کوي.

 

د افغانستان د اسلامي امارت تګ لاره او خط مشی د هغې لومړئ ورځي نه د دوحې په کنفرانس کې چې د ۲۰۲۱ م کال دفیبرورۍ په ۲۹مه  امریکاېې اشغال پاي ته ورسید اعلام شوي او په دي ټینګ ولاړو چې د نړیوالو اصولو او میثاقو په رڼا کې به دسیمي او نړي دهیوادونو د حاکمیت او متقابل احترام له مخي به چلند کوي.

اسلامي امارت په هیڅ توګه نه غواړي چې دافغان خاوري اوقلمرو نه نورو هیوادونو ته کوم  ګواښ اویا تهدید پیښ شي او نه به چا ته دا اجازه ورکړي چې افغان خاورو د نورو هیوادونو پر ضد استعمال کړي او نورو ته به هم دا اجازه ور نه کړي چې دافغانستان په داخلي چارو کې لاس وهنه او مداخله وکړي او یا دافغانستان امنیت او ثبات ته زیان ورسوي.

د افغانستان اسلامي امارت غواړي چې د نړۍ دهیوادونو سره په بېلا، بېلو سیاسي، ټولنیزو ، فرهنګي،  او اقتصادې برخو کې اړیکي ټینګې کړي او دنړۍ دهیوادونو سره د نړیوالو اړیکو او میثاقونو له مخې راشه ، در شه ولري.

اوس ددي وخت رارسیدلی چې دنړي هیوادونه خپل سفیران اودیپلومانان کابل ته راولیږي او زمونږ دیپلوماتانو او کونسلګرانو ته په خپلو هیوادونو کې اجازه ورکړي چې له دي وروسته د مسئولیت له مخي خپلو کارونو ته دوام ورکړي.

له نیکه مرغه د چین  ولسي جمهوریت لومړنی هیواد و چي خپل سفیراو دیپلوماتان ېې کابل ته راولیږل ترڅو په کابل کې سفارتي چاري سمبال  او هغه اقتصادي پروژې چې د اسلامي امارت سره ېې لاسلیک کړي له سره ېې کارونه پیل کړي.

دلته زمونږ بحث موضوع  هم د نړۍ دهیوادونو سره په تعاملاتو او د اړیکو په پراختیا ده چې د چین هیواد ېې لومړنې مخکښ ګڼل کیږې.

د افغانستان  اسلامي امارت د ریاست الوزرا مرستیال مولوي عبد السلام حنیفي په ارګ کې د ولسي چین جمهوریت له سفیر (جاو شینګ ) سره دلیدوپه وخت له هغه نه  د تود هرکلي ترڅنګ  وویل: چې په افغانستان کې به ستاسو ماموریت د افغانستان او دچین ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا او پراختیا کې اغیزمن رول ولوبوي  ځکه د چین دوست هیواد د تاریخ په اوږدو کې له افغانستان سره ښي او دوستانه اړیکې پاللي او ساتلي چي مونږ ته دقدر وړ دي .

هغه دا هم وویل: اسلامي امارت د ټایوان په مسئله کي د واحد چین ملاتړ کوي اوپه خپلي ژمني ټینګ ولاړ دي .

دچین یو کمربند  ـ اویوه لار پروژه تاییدوي او افغانستان هڅه کوي  د بیلا ، بیلو دهلیزونو له لاري ورسره وصل شي.

همدارنګه د چین سفیر په مقابل کې په افغانستان کې د سرتاسري امنیت اوثبات ستاینه وکړه او ووېې و یل: چې د چین تاریخي اړیکې به دوام وکړي او داسلامي امارت تر حاکمیت لاندي به زمونږ همکارۍ لا دوامداره شي.

هغه همدارنګه ویل : چین د متقابل احترام او نه مداخلې پالیسۍ پر اساس په مختلفو برخو کې له افغانستان سره همکاري ته تیار دي او  په افغانستان کې د دایمي سولي پلوی او طرفدار دی او په لویو اقتصادي پروژو کې د افغانستان د داخلولولپاره په ګډه او مشوره داسلامي امارت  سره کار کوي.

پوره باور دي که دافغانستان اسلامي امارت د نړي دهیوادونو سره داسلامي ارزښتونو او اصولو ترڅنګ د نړیوالو میثاقونو  پر بنسټ  د اړیکو په پراختیا او پیاوړتیا کې لا ګړندي ګامونه  پورته کړي نه یوازي دا ، اړیکي او تعاملات به لا پیاوړي او پراخه شي  بلکې په افغانستان ، سیمه او نړي کې به د یوي دایمي سولي اوثبات په برخه کې  هم اغیزمن واقع  شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *