افغانستان

د خوړو نړیوال سازمان: په افغانستان کې کار ته دوام ورکوو

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام غواړي چې له اوسنيو حالاتو سره سره په افغانستان کې خپل حضور ته دوام ورکړي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام غواړي چې له اوسنيو حالاتو سره سره په افغانستان کې خپل حضور ته دوام ورکړي.
د یاد شوي پروګرام د افغانستان د څانګې مشر ژیاو وی لیم برلېن ته د سفر پر مهال ووېیل چې دغه سازمان له افغانستان څخه د وتلو نیت نه لري.
د هغه په وينا، بشري مرستې د ښځو، ماشومانو او معلولینو په ګډون د ډېرو زيانمنو شويو خلکو لپاره حياتي ارزښت لري.
نوموړي همداراز د افغانستان د وضعیت په اړه د خپلې ارزونې په ترڅ کې وېیلي، چې په تېر یو نیم کال کې په دغه هېواد کې بشري ناورین شدت موندلی دی.
د “لي” په وینا، که څه هم په افغانستان کې د بشري مرستو له لارې د قحطۍ مخه نیول شوې، خو لا هم میلیونونه افغانان د خوراکي توکو له نه خوندیتوب سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو دغه چارواکی وايي چې ښځو ته د بیا کار کولو اجازه ورکولو لپاره خبرې روانې دي.
هغه وايي: “ښځينه کارکوونکي د خوړو د نړيوال پروګرام يوه نه بېلېدونکې برخه ده او د دې ادارې ٢٧ سلنه کارکوونکي ښځې دي.”
د ملګرو ملتونو د خوړو د نړیوال پروګرام د افغانستان د څانګې مشر هم د بشري مرستو لپاره د اړتیا وړ بودیجې د کموالي خبرداری ورکړی دی.
هغه وېیلي چې د خوړو نړیوال پروګرام تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې د ۹۰۰ میلیونو ډالرو بودیجې کمښت لري.
تر دې مخکې د دغه سازمان چارواکو په افغانستان کې د قحطۍ او لوږې په اړه خبرداری ورکړی و، چې د افغانستان خلکو ته د غوښتل شویو مرستو یوازې یوه کمه برخه ورکړل شوې ده.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *