اسلامي امارت د هیڅ ډول نمایشي او بي هوده کارونو سره علاقه نه لري
د افغانستان اسلامي امارت چې د تېر۱۴۰۰ هـ.ش کال د ا سد په ۲۴مه د ټول هیواد په خاوره او قلمرو حاکم شو له هماغې لومړي ورځې ېې د نمایشي اوبی هوده کارونو سره علاقمندي او مینه نده ښودلی بلکې هڅه کړي چې د خپلې مسلمانې اوبادیانته ټولنې د خلکو په تیره بیا د ځوانانواو ځوان نسل لپاره پر بنسټیزو اواساسي کارونو تمرکز وکړي او په هیواد کې د سولې، ثبات او امنیت د تامین ترڅنګ د ځوانانو او ځوان نسل لپاره د سالمو مصروفیتونواو دهغوي لپاره د روزنیزو مرکزونو په جوړولو کار وکړي.
ناصرشاه سرحدي

د اقتصادي پراختیا په منظور د کرنې دسکتور ، خصوصي سکتور او په هیواد ګې په بهرنۍ پانکې اچونې او دې مهم کار ته دنړۍ دهیوادونو د جلب او جذب په منظور د هغوي تشویق او هڅونه چې په افغانستان کې د اقتصادي ودې لپاره پانګونه او سرمایه ګذاري وکړي کار کوي .
همدارنګه د هغوي د هر ډول امنیت د تضمین ترڅنګ د اقتصادي ودې لپاره د هواېې دهلیزونو رامنځ ته کول او د داسي نورو اقتصادي زیربناېې پروژو جوړولو طرحې په نظر کې دي چې دملي اقتصاد په پیاوړتیا او د خلکو دژوندانّه دسطحې په لوړولو کې خاص او ځانګړي رول لري .
د افغانستان اسلامي امارت دا ډول اساسي اوبنسټیزو کارونو ته د بل هر څه نه لومړیتوب ورکوي، نه هسې نمایشي کارونو ته چې دهیواد او ټولني په ګټه نه وي .دلته زمونږ دبحث اساسي موضوع د ځوانانو او دځوان نسل او همدارنګه په بې ځایه نمایشي کارونو ده چې داسلامي امارت دپاملرنې په مرکز کې ورته ځاي نشته .
دروان ۱۴۰۲ هـ. ش کال دسنبلې پر ۲۶مه د افغانستان داسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو دچارو معین قاري محمد یونس راشد ، د هېواد د شمالي ولایت په تیره بیا د سرپل ولایت ته دسفر په ترڅ کې د یو روزنیز مرکز دپرانستنې په مراسمو کې ګډون وکړ او وېې ویل: د اوسنې حکومت چارواکې د نمایشي اوبي هوده کارونو سره هیڅ ډول علاقه نه لري.
هغه دا هم وویل: افغانستان دځوانانو اوځوان نسل له پلوه یو شتمن او بډائ هېواد دي او د افغانستان ولایتونو ته له توپیره پرته ځوان او متحرک نسل ته دا حق ورکول کېږې چې د هیوادپه آبادۍ اوپرمختګ وڼده او برخه واخلي او دی کار ته متعهد او ژمن دي .
هغه دی خبرې ته هم دا اشاره وکړه چې له دي وروسته به دهیواد ټولو۳۴ ولایتونو ته سفرونه وکړي او د ځوانانوستونزي او مشکلات به له نژدي واوري او دحل لاري چاري به ورته و لټوي .
پوره باوردي که دافغانسان اسلامي امارت چارواکې د ځوانانو اوځوان نسل لپاره د سالمو مصروفیتونو تر څنګ دهیواد د ځوانانو اوراتلونکې ځوان نسل لپاره روزنیز مرکزونه او نورې مثبتي او سالمې بوختیاوې دهیوادپه لری پرتو سیمو کې د اسلامي اودیني ارزښتونو په رڼاکې جوړ کړي نه یوازي د هېوادپه آبادي اوپرمختګ کې به ګټور ثابت شي بلکي دیوی جنګ ځپلي او مسلمانې ټولنې لپاره به هم یو روښانه راتلونکې ولري .