د ارشاد، حج او اوقافو وزیر: هر حاجی ته به108 ډالره بیرته ورکول کېږی
حاجیانو ته د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د حج د پاتې پیسو د ورکړې پروګرام پرون د ارشاد، حج او اوقافو وزیر لخوا په رسمي ډول پیل شو، په دې پروګرام کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث ډاکټر مولوی نور محمد ثاقب، نورو مسوولینو او د رسنیو استازو هم حضور درلود.
حاجیانو ته د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د حج د پاتې پیسو د ورکړې پروګرام پرون د ارشاد، حج او اوقافو وزیر لخوا په رسمي ډول پیل شو، په دې پروګرام کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث ډاکټر مولوی نور محمد ثاقب، نورو مسوولینو او د رسنیو استازو هم حضور درلود.
په لومړۍ برخه کې: د حج د لګښتونو د اټکل شوي جدول له مخې له حاجیانو څخه ټول یو سل او پنځلس میلیونه او یو لک او درې اویا زره ، پنځه سوه او نهه څلویښت ډالر او اته ویشت سینټه (۱۱۵۱۷۳۵۴۹،۲۸) چې معادل یې نهه میلیارده او نهه سوه او نهه آویا میلیونه ، اووه لکه او اته آتیا زره او پنځه څلویښت افغانۍ او یوولس پوله (۹۹۷۹۷۸۸۰۴۵،۱۱) کیږي حصول شوې وې، چې د في حاجي څخه ، درې زره، نهه سوه او څلورویشت ډالر او یو څلویښت سینټه (۳۹۲۴،۴۱) چې معادل یې درې لکه ، څلویښت زره او پنځوس افغانۍ او دولس نیم پوله (۳۴۰۰۵۰،۱۲۶ ) کیږي حصول شوې وې.
په دویمه برخه کې: د حج د لګښتونو د جدول له دقیقې محاسبې وروسته؛ ټول یو سل او دولس میلیونه او دوه زره ، اته سوه ، او اته پنځوس ډالر او نهه ویشت سینټه (۱۱۲۰۰۲۸۵۸،۲۹) ، چې معادل یې نهه میلیارده ، اووه سوه او پنځه میلیونه ، اووه څلویښت زره ، شپږ سوه ، اویا افغانۍ او څلورشپیته پوله (۹۷۰۵۰۴۷۶۷۰،۶۴)مصرف شوي دي، چې د في نفر حاجي ، درې زره، اته سوه او شپاړلس ډالر او اووه دیرش سینټه (۳۸۱۶،۳۷) کیږي مصرف شوي دې.
بیا هم په دریمه برخه کې: نو د حاجیانو له مجموعه را جمع شوو پیسو څخه؛ درې میلیونه، یو لک ، آویا زره، شپږ سوه او نوي ډالر او نهه نوې سینټه (۳۱۷۰۶۹۰،۹۹) پاتې دي، چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا له دقیقې محاسبې وروسته د في نفر حاجي لپاره یو سل او اته ډالر او اعشاریه صفر څلور سینټه (۱۰۸،۰۴) بیرته ورکول کیږي، او دا حساب په ډالرو ځکه کوو چې د حاجیانو څخه ډالر حصول شوي دي او تعامل هم همداسې دی.
چارواکو یادونه وکړه: داچې د اعشاریه صفر څلور سینټونو ورکړه په ډالرو یوڅه ستونزمنه ده، لهذا ددې معادل به څلور افغانۍ ورته اداء کیږي، خلاصه داچې د هر حاجي لپاره یو سل او اته ډالر او څلور افغانۍ بیرته ورکول کیږي.
اوس هم چارواکي وايي: مونږ سږکال ډیر کوشش وکړ چې د حج مصارف راکم کړو، اګر چې د تیرکال په نسبت بیا هم کم دي چې تیرکال د فی حاجي څخه څلور زره ، یوسل او دیرش ډالر حصول شوي ؤ او سږکال درې زره ، نهه سوه او څلورویشت ډالر او یوڅلویښت سینټه حصول شوي دي – او د ګاونډیو او د سیمې هیوادونو په نسبت هم ډیر کم دي ، لیکن د څه وجوهاتو له امله دغه مصارف یوڅه زیات شول:
۱ـ تیر کال په مکه مکرمه کې د یو چپرکټ بیه (۱۲۰۰) سعودي ریال وه چې سږکال دغه بیه (۲۴۰۰) ریالو ته ختلې وه ، چې د تیر کال په نسبت دو برابره شوي ده.
۲ـ د مخکنیو کلونو برخلاف سږکال په لومړي ځل په مدینه منوره کې افغان حاجیانو ته د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د سکن سربیره د درې وخته ډوډۍ(تغذیې) پروګرام هم شوی ؤ.
۳ـ تیرکال سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د هوايي انتقال کرایه د في نفر حاجي ټکټ یو زر او پنځوس ډالر (۱۰۵۰) ؤ او سږکال یو زر ، یو سل او آتیا ډالرو (۱۱۸۰) ته پورته شوې وه چې په هر ټکټ کې یو سل او دیرش ډالر (۱۳۰) اضافه شوي دي.
۴ـ سږکال د سعودي حکومت لخوا د في حاجي په سر نهه پنځوس اعشاریه اته سعودي ریاله (۵۹،۸) د (خدمة الأجور الالکترونیة) په نامه نوی مصرف هم اضافه شوی ؤ.
نو دغو پورته عواملو ته په کتلو د سږکال د حاجیانو مصارف یوڅه لوړ شول او د نیکه مرغه دغه پاتې پیسې (یو سل او اته ډالر او اعشاریه صفر څلور سینټه) دوی ته بیرته ورکول کیږي
سمیع الله مومند