جهان

اوکراییني چارواکي وايي پر کیېف یې د روسي ډرونونو یو ستر برید شنډ کړی

د اوکرایین پوځي چارواکي وایي د یکشنبې سهار وختي یې د دغه هېواد د پلازمېنې کیېف فضا کې شاوخوا شل روسي ډرونونه ویشتلي او په دې توګه یې نسبتاً یو ستر برید شنډ کړی دی.

د اوکرایین پوځي چارواکي وایي د یکشنبې سهار وختي یې د دغه هېواد د پلازمېنې کیېف فضا کې شاوخوا شل روسي ډرونونه ویشتلي او په دې توګه یې نسبتاً یو ستر برید شنډ کړی دی.

دوی ویلي چې په دغه برید کې ایراني «شاهد» ډرونونه کارول شوي وو.

اوکراییني چارواکي زیاتوي چې د دغو ډرونونو پاتې شوني بېلابېلو سیمو کې راغورځېدلي، خو د مرګژوبلې راپور نه دی ورکړ شوی.

رپوټونو کې راغلي چې کیېف کې د لږترلږه لسو چاودنو غږونه اورېدل شوي او ترڅنګ یې د خبرداری زنګ هم کړنګول شوی چې ځايي اوسېدونکي سرونه پناه کړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *