اجتماعی

په اداره او کار ځای کې د زړه تنګون  او څو کتابي خبرې

ځينې کيسې له جالب حکمت ډکې وي، پند او نصيحت پکې وي او ډير څه ترې زده کولی شو. مختلفو قومونو کې ډول ډول اسطورې مشهورې او يو پند پکې نغښتی وي، انګريزانو کې دوه افسانې د (چونګښه وخوره او چونګه ښکل کړه) په نومونو مشهورې دي، په همدې نومونو کتابونه هم ليکل شوي دي، دا لنډې جملې تر شا لويې کيسې لري، چې دلته يې يوه کيسه لنډه ليکو.

ځينې کيسې له جالب حکمت ډکې وي، پند او نصيحت پکې وي او ډير څه ترې زده کولی شو. مختلفو قومونو کې ډول ډول اسطورې مشهورې او يو پند پکې نغښتی وي، انګريزانو کې دوه افسانې د (چونګښه وخوره او چونګه ښکل کړه) په نومونو مشهورې دي، په همدې نومونو کتابونه هم ليکل شوي دي، دا لنډې جملې تر شا لويې کيسې لري، چې دلته يې يوه کيسه لنډه ليکو.

وايي چې يوې ساحرې/جادوګرې ښځې پر يو شهزاده جادو وکړ او په چونګښه يې بدل کړ. دی بيرته په هغه صورت کې په شهزاده بدليدای شو، چې يوې شهزادګۍ ښکل/مچ کړی وای. د دې لپاره ښه ستړی شوی و. ډېرو شهزادګيو ته يې د قناعت ورکولو هڅه کړې وه، چې که دا چونګښه ښکل کړي، نو يو ښايسته شهزاده به ترې جوړ شي، خو خلکو به يې په دې خبرو خندل او دې چارې زيات تکلیف کړی و.

بل لور ته يوه شهزادګۍ د ژوند په ملګري پسې لالهانده ګرځېده، د دې لپاره يې ډيرې ستړياوې ګاللې وې او لا یې هم تکاليف زغمل. بلاخره يوه ورځ د سیند او ځنګل پر غاړه قدم وهي، چې له شهزاده چونګښې سره مخامخ کيږي.

چونګښه ورسره کيسې کوي، هڅه کوي قناعت ورکړي، خو شهزادګۍ يې نه مني. وعده ورکوي چې که يې ښکل کړي نو واده ورسره کوي او ډيره زياته به يې نازوي. بلاخره شهزادګۍ زړه کې وايي چې ته راځه ګوندې د دې بدرنګې چونګښې په ښکلولو دې ارمان پوره شي، سل زړونه يو کوي او چونګښه ښکلوي. له چونګښې ښايسته شهزاده جوړيږي، واده سره کوي او خوشحاله ژوند سره تيروي.

خلک د دې کيسې له مختلفو زاويو مختلف پندونه اخلي، خو موږ يې يو اړخ ته تميږو.

موږ هر يو غواړو چې ښه وظيفه، د خپلې خوښې کار، خوشحاله ملګري، ښه کاري چاپيريال، مهربان او د طبيعت مطابق مشر او يا د طبيعت موافق کارمندان/همکاران/مزدوران او بلاخره يو بريالی ژوند ولرو او…، خو د ژوند په دې سفر کې له ډول ډول مشکلاتو سره مخ کيږو، د برياليتوب په مخکې مو ضرور يو خنډ رامنځته کيږي او د پرمختګ پروسه مو ټکنۍ کوي، مطلب دا چې څنګه مو چې پتېيلې وي، هماغسې پرمختګ نه شو کولی.

کله مو مشر خوښ نه وي، کله له خپل کار ځکه تنګ او ستړي شو، چې پرله پسې څو مياشتې يا کلونه مو په همدې يوې برخې کې تېر کړي وي، کله د همکارانو يا کاري ټيم څخه يو سردردی احساسوو، يا په دوی کې له يو چا سره ښه وخت نشو تېرولی، څوک مو کار ځنډوي، څوک درسره ښه خوله نه ښوروي، څوک مو د پرمختګ او کار په مخکې خنډ جوړيږي، څوک درته په حلوا کې شګه، څوک د کفن ازغی شي او ځينې خو هسې په سر بوج وي او…

دا د دې لامل شي چې انسان له کار، ادارې او همکارانو زړه توری شي، هڅه کوي په تېښته له دې تکليف ځان خلاص کړي او هغسې ځای، کار، کاري ټيم، مشر او همکاران پيدا کړي چې څنګه يې خپل ذهن کې انځور جوړ کړی وي، چې داسې کيدل ناممکن دي.

په ژوند کې د کاميابۍ لپاره مجبور يو چې ډيرې نادودې او نا بلدې ومنو او د خوشحاله ژوند موندلو لپاره ډيرې بدموره چونګښې ښکل کړو، تر څو خپل هدف ته په رسيدو خوشحاله ژوند ولرو، خو دا هم دومره ژر نه شي کيدای، لکه څومره ژر چې موږ تمه لرو.

د اسلامي امارت د بيا واکمنۍ دا درېيم کال روان دی، داسې خلک ډير لږ پېژنم چې له هره اړخه په خپل ژوند او بوختيا راضي دي او هيڅ شکايت نه لري او يا يې نه کوي، خو داسې خلک چې يا يې کار، يا همکار، يا مشر او… خوښ نه وي، بيخي زيات وينو. که يې وپوښتو او راويې سپړو نو پوهيږو چې سړی په طبيعت پسې روان دی او زمکني واقعيتونه ترې هير دي، ورته متوجه نه دی، واقعيتونو سره د ژوند کولو توان نه لري او يا يې نه مني او په خيال کې جوړ د طبيعت موافق ژوند پسې لالهانده دی.

دا بايد له ذهنه وباسو چې سل سلنه د خپلې خوښې موافق ځای، کار او خلک به پيدا کړو، دا هيڅ امکان نه لري. ضرور به له يو ډول نه يو ډول ناخوښي حالت، کار او فرد سره مخامخيږو. بايد له دې هر څه سره ځان عيار کړو، څه ومنو او څه په دوامداره هڅو د خپلې غوښتنې موافق جوړ

کړو.

يو کتاب (نوم مې فعلاً له ياده وتلی) کې مې د کاڼې کرښې خبرې لوستلې وې. ليکلي يې و چې هر انسان داسې اړخونه او عادتونه لري چې ستاسې نه خوښيږي او په ژوند تېرولو کې ورسره تکليفيږئ. ممکن څوک د ناخوښه عادتونو له امله د خپل مشر، همکار، مزدور او يا د ژوند ملګري په بدلولو فکر وکړي، دوی بايد په دې پوه شي چې که يو انسان پر بل بدل کړي، نو دا به يې يوازې د ځينو بدو عادتونو مجموعه په بله بدله کړې وي.

بناءً ښه او ګټوره دا ده چې له خپل کار سره مينه او خلوص ولرو او د خلکو په عادتونو کې زيات فکر ونکړو، که د خلکو کړو وړو ته متوجه شو نو نه يوازې به ډېر کارونه رانه پاتې وي، بلکې خپل طبيعت به مو پخپله ناساز کړی وي.

وایي: جبل گردد جبلت نه گردد. نو چې داسې ده، د خلکو د عادتونو په بدلولو بايد وخت ضايع نه کړو، بلکې د دې پر ځای مجبور يو چې په يو ډول ځان ورسره عيار کړو، ويې منو او که مو په وس پوره شوه، د بدلولو کوشش يې وکړو، خو داسې کوشش نه چې د جوړېدو پر ځای يې ورانه کړو.

او بله دا چې ځينې ځايونه، کارونه او خلک ممکن د يو چا لپاره ښه وي، مګر هر چا سره بيا په هماغه شکل جوړ نه شي راتلای، هر څوک خپل عادات لري او دا بيا خپل ډول عکس العمل لري. لازمه نه ده چې د احمد له يو عادت سره د چا عکس العمل څنګه وي، د محمود له هماغه عادت سره به هم هماغسې وي، بلکې دا توپير لري او همدا توپير دی چې خلک ورسره په اسانۍ ځان نه شي جوړولی.

ما ته اکثر خلک وايي چې په کار کې تنګ دی، خسته دی او هر څه پرې بوج دي، نو بايد بل چېرته ځان ته مصروفيت پيدا کړي. دوی بايد په ذهن کې ولري چې ډير کم خلک د خپل طبيعت موافق ژوند لري. مبالغه به نه وي که ووايو چې تقريبا ۹۵٪ سلنه خلک لږ يا ډير ناراضه وي، کابو ۳٪ سلنه هغسې دي چې کار او کاري ټيم کې څه پرې بوج وي خو دوی يې زغمي او ۲٪ سلنه کسان ايله داسې موندلی شو چې خوښ او راضي به وي.

لنډه دا چې د تېښتې پر ځای بايد له وخت، وضعيت، خلکو او کارونو سره د ځان عيارولو هنر زده کړو او هغه د دفاع وزير صاحب خبره غوږ کې ټينګه ونيسو، چې ميدان پرېښودل د بې غيرته سړي کار دی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن