د شیبر او خاواک لارې د سالنګ د بدیلې لارې په توګه انتخاب شوې
د ټولګټو وزارت سرپرست د بغلان دوشي ولسوالۍ ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې ولایت د امنیې قومندانۍ د امنیت له آمر سره د سالنګ د بدیلو لارو په نظم خبرې کړي.
د ټولګټو وزارت سرپرست د بغلان دوشي ولسوالۍ ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې ولایت د امنیې قومندانۍ د امنیت له آمر سره د سالنګ د بدیلو لارو په نظم خبرې کړي.
د بغلان د امنیې قومندانۍ ویاند مولوي شېراحمد برهاني وايي، چې د سالنګونو لویې لارې د بیارغونې چارې پیل شوي او دغه لاره به د هر ډول موټرو د تګ راتګ پر مخ تر نامعلومې نېټې وتړل شي.
برهاني رسنیو ته د امنیې قومندانۍ په استولې خبر پاڼه کې ویلي چې د شېبر او خاواک لارې د سالنګ د بدیلې لارې په توګه انتخاب شوي دي او امنیه قومنداني هڅه کوي څو مسافرو ته په دې لارو کې ترافیکي او امنیتي اسانتیاوې رامنځ ته کړي.
په خبر پاڼه کې د ټولګټو وزارت د سرپرست محمد عیسی ثاني له قوله لیکل شوي چې نوموړي د شمالي سالنګ په لاره د موظفو امنیتي مسؤلینو له هڅو ستاینه کړې چې پر وخت یې د بې نظمۍ په لمنځه وړلو او دغه راز د سالنګ د بیارغونې په برخه کې د ټولګټو وزارت له کارکوونکو سره همکاري کړې.
په ورته مهال موټر چلوونکی محمد الله چې په منظم ډول کابل ته تګ راتګ کوي، وايي: «د دوشي – باميانو تر منځ لاره په بشپړه توګه خرابه ده او دغه لاره د اوږدوالي له امله د ناروغانو او مسافرو له پاره ډېره ستونزمنه ده».
له بلې خوا موټر چلوونکي د سالنګونو د بیارغونې د کار له پیلېدو خوښ دي او هیله څرګندوي چې دا ترمیم به په معیاري ډول سره ترسره شي او د پخوا په څېر به نه وي.
د سالنګ لویه لاره د هېواد له مهمو او ګڼو لارو څخه شمېرل کېږي چې د هېواد نهه شمالي ولایتونه له پلازمېنې کابل سره نښلوي.