لوګر کې د کلتوري او هنري چارو ګڼ شمېر هنرمندان ستایل شوي
د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري په دغه ولایت کې د هنرمندانو د هنري هڅو او لاسته راوړنو ستاینه شوې.
د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري په دغه ولایت کې د هنرمندانو د هنري هڅو او لاسته راوړنو ستاینه شوې.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس رفیع الله صمیم، د کلتور او ګرځندوی آمر او د اطلاعاتو آمر ګډون کړی و. د اطلاعاتو او کلتور رئیس د هنري خدمتونو په برخه کې د خطاطانو، رسامانو، حکاکانو او نقاشانو لاسته راوړنې د ستایلو وړ بللي او اوسني فرصتونه یې د هنري پرمختګونو لپاره مناسب بللي.
ښاغلي صمیم هنرمندانو ته ډاډ ورکړی، چې د دوی ستونزو ته به د حل لارې لټوي او دغه راز به دوی ته د ښه کاري چاپېریال د برابرولو په برخه کې هڅې کوي.
یادو هنرمندانو په خپلو خبرو کې ویلي؛ د اسلامي امارت د راتګ سره سم زموږ لپاره د کار کولو ښه فرصتونه برابر شوي، اوس کولای شو په ارامه فضا کې خپل هنري فعالیتونو او پنځونو ته لا پراختیا ورکړو.