افغانستان

میدان وردګو کې ولایتي بیړنۍ کمیټې غونډه وکړه

میدان وردګو کې د دې ولایت والي قاري بختیار معاذ په مشرۍ ولایتي بیړنۍ کمیټې غونډه پداسـې حال کې ترسره شوې، چې د یادې کمیټې د غړو ادارو سربیره د پیښو پروړاندې د چمتوالي وزارت مرستیال مولوي شمس حقیار پکي ګډون کړی وو.

دغه غونډه د وروستیو سیلابونو له امله د لارو، کاریزونو، کانالونو، خوړونو پاکوالي او خطرونو کمولو، پروژو عملي کولو په موخه جوړه شوې وه.

وردګو والي د پېښو پر وړاندې چمتووالي وزارت، ولایتي ادارو او مرستندویه موسساتو له مسئولینو مننه کړې، چې په بېړنیو حالاتو کې تر زیانمنو کورنیو پورې د خوراکي، غیر خوراکي او همدارنګه د نغدو پیسو کافي اندازه مرستې رسولې.

مولوي شمس حقیار د دې ولایت مسئولینو ته ډاډ ورکړی، چې د یادو ستونزو حل په برخه کې به خپلي هڅې ونه سپموي.

ښاغلي حقیار همدا رنګه ویلي، چې د دغه ولایت لپاره مو له ملي او نړېوالو موسساتو سره خبرې کړې، چې پراختیایي او د خطرونو د کموالي پر وړاندې پروژې پلې کړي، د یادو موسساتو استازو د کار په بدل کې د مرستو او نغدو پیسو پر مټ د پروژو د پلې کولو ژمنې کړې.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *