افغانستان

د مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د هېواد د اوبو چارو د تنظیم په اړه ټاکل شوي پلاوي غونډه ترسره کړه

د افغانستان اسلامي امارت د کابینې له لوري د هېواد د اوبو چارو تنظیم په اړه د ټاکل شوي پلاوي غونډه پرون د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د ماليې، اوبو او انرژۍ او د ښار او کور جوړولو وزارتونو سرپرستانو او د کرنې، اوبو لګولو او  مالدارۍ، د کليو بيارغونې او پراختيا او اقتصاد وزارتونو مرستيالانو او د چاپيريال ساتنې ملي ادارې مرستيال، د اوبو رسولو او ښاري فاضلاب دولتي شرکت رئيس او د يادو ادارو د تخنيکي او مسلکي

ټيمونو په ګډون ترسره شوه.

په دې غونډه کې په هېواد کې د اوبو چارو تنظیم او د څښاک پاکو اوبو ته د خلکو لاسرسي، کابل ښار ته د پنجشېر اوبو د لېږد پروژې تطبيق او د دې پروژې د تطبيق وخت، د لګښتونو ارزونې او ظرفيت او له دې لارې د کابل ښاريانو د څښاک پاکو اوبو د ستونزو رفع کولو او د اوبو منابعو، بندونو او کانالونو او کرنيزې پراختيا په برخو کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، انرژۍ او اوبو، د کليو بيارغاونې اوپراختيا وزارتونو او د اوبو رسولو او ښاري فاضلاب امارتي شرکت ترمنځ د وظيفوي تداخل په لمنځه وړو بحث او خبرې وشوې.

همداراز په دې غونډه کې د اوبو کموالي پوره کولو لپاره د هېواد په ولايتونو اوولسواليو کې د چک ډيمونو جوړولو په اړه هم بحث او هر اړخيزې ارزونې وشوې.

د غونډې په پای کې، د يادو مواردو په اړه لازم تصميمونه ونيول شول.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *