افغانستان

په کندز کې د ایرګنک ۱۸ کلیومتره سړک بیا ورغول شو

د ایرګنک سړک چې تخار، بدخشان او کندز ولایتونه د بلخ ولایت له مزار شریف سره نښلوي، د ۲۱۷ عمري او ۲۰۹ الفتح قول اردو له لوري تر بیا رغولو وروسته بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د ایرګنک سړک چې تخار، بدخشان او کندز ولایتونه د بلخ ولایت له مزار شریف سره نښلوي، د ۲۱۷ عمري او ۲۰۹ الفتح قول اردو له لوري تر بیا رغولو وروسته بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د کندز – خُلم سړک یا د ایرګنک لاره شمال او شمال ختیځو ولایتونو ته د رسېدو تر ټولو لنډه لار ده، چې د سړک د خرابوالي له امله په دې لاره د موټرو تګ – راتګ کم و، خو په دې وروستيو کې د ملي دفاع وزارت د خلکو ستونزو ته پاملرنه کړې او دغه لاره يې په بشپړه توګه بیا رغولې ده.

د ۲۰۹ الفتح قول اردو د انجینرۍ مدیر مولوي عبدالمجید مبارز وايي، چې له نېکه مرغه د کندز – خُلم ۱۸ کیلومتره سړک تر بیارغولو وروسته ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.

له بلې خوا د ۲۱۷ عمري قول اردو وياند مولوي اجمير عمار وايي، د کندز-خُلم لاره چې شمال ختيځ ولايتونه له شمالي ولايتونو سره نښلوي، د مسافرو لپاره تر ټولو لنډه لار وه، بيارغول شوې ده.

په همدې حال کې د سيمې يو شمېر اوسېدونکو او موټر چلوونکو د ملي دفاع وزارت له دغه اقدام څخه د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ د دغه سړک د خرابوالي يادونه وکړه او په پخولو يې ټينګار وکړ.

باید وویل شي، چې دغه اقدام د ملي دفاع وزارت د لارښوونې سره سم د ۲۱۷ عمري او ۲۰۹ الفتح قول اردو له لوري ترسره شوی دی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *