مصاحبه

د افغانستان د کورنيو توليداتو او صنايعو ۱۰ نندارتونونه پرانيستل شوي

د نژدې پنځو مياشتو په موده کې .۱۰ اقتصادي نندارتونونه په کابل ولايتونو کې پرانيستل شوي او د باميانو اوکابل په ولايتونو کې د نورو نندارتونونو د پرانيستلو لپاره هم چمتووالی نيول کېږي.  دا بهير د هېواد د اقتصاد د پرمختګ لپاره ګټور دی؛ځکه پرمختللي هېوادونه د اقتصادي نندارتونونو له لارې بډای شوي دي.همدارنګه د اقتصادي پرمختګ لپاره هم سوداګرو او پانګوالوته خدمتونه وړاندې شوي .د غاليو صنعت د پرمختګ لپاره هم هلې ځلې کېږي،چې دغه صنعت وده وکړي.

نوری

د نژدې پنځو مياشتو په موده کې .۱۰ اقتصادي نندارتونونه په کابل ولايتونو کې پرانيستل شوي او د باميانو اوکابل په ولايتونو کې د نورو نندارتونونو د پرانيستلو لپاره هم چمتووالی نيول کېږي.  دا بهير د هېواد د اقتصاد د پرمختګ لپاره ګټور دی؛ځکه پرمختللي هېوادونه د اقتصادي نندارتونونو له لارې بډای شوي دي.همدارنګه د اقتصادي پرمختګ لپاره هم سوداګرو او پانګوالوته خدمتونه وړاندې شوي .د غاليو صنعت د پرمختګ لپاره هم هلې ځلې کېږي،چې دغه صنعت وده وکړي.

په دې اړه زموږ خبريال د کابل د سوداګرۍ او پانګونې د خونې له پلاوي عامل رئيس غلام سخي((محمدي))سره مرکه کړې،چې خپرېږي.

پوښتنه:د کابل د سوداګرۍ او پانګونې خونې څه فعاليتونه ترسره کړي دي؟

ځواب: په هر هېواد کې د خصوصي سکتور څخه د دفاغ ټولنې شتون لري،چې د همغږۍ راوستلو، او اقتصادي چارو د ښه والي لپاره فعاليت کوي.په ټوله کې د افغانستان د سوداګرۍ خونه يوه مهمه ملي اداره ده،چې له يوې پېړۍ راهيسې په بېلا بېلو نومونوهېوادوالو ته يې خدمتونه وړاندې کړي دي.د کابل سوداګرۍ خونه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې يوه څانګه ده.د خپلې کړنلارې او کاري اصولو بربڼسټ سوداګروته د اسانتياوو،نظم راوستلو لپاره کارکوي.دغه خونه د هېواد د نورو خونو په څېر هڅه او هاند کوي،چې د سوداګرو او پانګوالو ستونزې واوري او همدارنګه د هغوی له استازو څخه،چې په غونډو کې ګډون کوي ځان خبروي.موږ د دغو سوداګرو ستونزې اورو او هغه ليکو او بيايې ارزو او ورته د حل لاره پيدا کوو.په پايله کې دغه ستونزې د حکومت له لوړو پوړو مقاماتو سره شريکوو.هېوادوالوته د کار پيدا کولو او د هغوی محصولاتو ته د بازار موندنې  په برخه کې هم دنده لرو..موږ په دغه برخه کې ډېر فعاليتونه ترسره کړي دي.

ده زياته کړه:د کابل د سوداګرۍ خونې د خپل منځ ته راتلو په موده کې د هېواد د اقتصاد په غښتلي کولو کې ارزښتناک رول لوبولی دی.د بېلګې په ډول څو موده وړاندې د امام ابوحنيفه(رح) نړيوال دويم نندارتون په کابل کې پرانيستل شو،چې په اووه سوه غرفو کې زموږ د سوداګرو د فابريکو او شرکتونو محصولات نندارې ته وړاندې شوي وو.ياد نندارتون د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له سترو او لويو لاسته راوړنو څخه شمېرل کېږي.له نېکه مرغه د کابل د سوداګرۍ او پانګونې خونې هم په دغه نندارتون کې رغنده او ارزښتناکه ونډه لرله.موږ پر دې وتوانېدو،چې ډېر شمېر سوداګر،پانګوال،بهرني پانګوال او کسبګر سره را غونډ کړو او د هغوی د محصولاتو لپاره بازار وموندای شو،چې د يو شمېر پانګوالو توليداتو ته بازار وموندل شو.دوی بزنس او سوداګري په خپلو منځونوکې سره شريکه کړه او تفاهم ته ورسېدل.

پوښتنه:په روان کال کې څو سوداګريز نندارتونونه پرانيستل شوي او د کابل د سوداګرۍ خونې رول په يادو نندارتونونو کې څنګه وو؟

ځواب: د روان کال د پنځو مياشتو په موده کې په کابل او ولايتونوکې ۱۰ اقتصادي بېلابېل نندارتونونه پرانيستل شوي.

دخصوصي سکتور د کار او سوداګرۍ ساحه ډېره پراخه او بېلابېلې څانګې لري.هغه کسان،چې فابريکې او شرکتونه لري که خدماتي ،توليدي ،صادراتي يا وارداتي وي د سوداګرۍ او پانګونې خونه له هغوی څخه استازيتوب کوي.هغومره،چې د خصوصي سکتور د کار اوفعاليت ساحه پراخه ده، ډېرې داسې نورې ټولنې هم شتون لري،چې ورته کار کوي.له نېکه مرغه په هېواد کې د سوداګرۍ او پانګونې خونه له ټولو څخه غوره او لوړه اداره تثبيت شوې ده.هره خونه له سوداګرۍ وزارت سره په همغږۍ کې کولی شي اقتصادي نندارتونونه پرانيزي.لکه مخکې مې چې يادونه وکړه.

پوښتنه:د راتلونکې لپاره د نورو نندارتونونو د پرانيستلو لپاره مو څه چمتووالی نيولی که څنګه؟

ځواب: د  سوداګرۍ اوپانګونې د خونې يوه مهمه موخه دا ده،چې اقتصادي نندارتونونو د پرانيستلو لپاره شرايط او امکانات د هېواد په دننه او بهر کې چمتو کړي.داسې ادارې هم شتون لري،چې غواړي نندارتونونه پرانيزي ،خو دا کارد حکومت سره په همغږۍ کې بايدترسره شي.د سوداګرۍ خونه پلان لري،چې د هېواد په نورو ولايتونو کې هم د توليداتو او محصولاتو نندارتونونه پر لاره واچول شي.دا يو اقتصادي او ګټور پروګرام دی.په نژدې راتلونکې کې به د باميانو د لاسي صنايعو د صنعتکارانو يو نندارتون پرانيستل شي.موږ دغه نندارتون جوړولو ته چمتووالی نيولی دی.دا ډول فعاليتونه د صنعتکارانو د هڅونې او تشويق لپاره ښه دی.د کابل ولايت په اړه بايد ووايم،چې په راتلونکې کې زموږ د توليداتو او محصولاتو دوه نندارتونونه به هم پرانيستل شي.دغه نندارتونونه به له پانګوالو،سوداګرو او صنعتکارانو سره مرسته وکولی شي،چې توليداتو او محصولاتو ته يې د پلور بازار پيدا شي.په دې توګه به سوداګر ښه بازار پيدا کړای شي.موږ د بهرنيو نندارتونونو لپاره هم هلې ځلې کوو.له هېواد څخه د باندې،چې کوم نړيوال نندارتونونه جوړېږي موږ په هغو کې د ګډون لپاره چمتووالی نيسو،چې څنګه خپل کورني توليدات يوسو او بيايې په ښه شکل نندارې ته وړاندې کړو.څو اوونۍ وړاندې د افغانستان کورني توليدات او محصولات د قزاقستان په نندارتون کې نندارې ته وړاندې شول.د افغانستان د خصوصي سکتور استازو په ياد هېواد کې شتون لرل.سربېره پر دې د سوداګرۍ د خونې هيئت هم په ياد نندارتون کې برخه لرله.دغه خصوصي سکتور د هېواد د غاليو له سکتور څخه استازيتوب کاوه.موږ د قزاقستان له نندارتون څخه ښې لاسته راوړنې لرو.

پوښتنه:د افغانستان د غاليو صنعت فعاليت څنګه پرمخ درومي؟

ځواب:موږ د کابل د سوداګرۍ د خونې مسئوليت پر غاړه لرو.بېلابېل سکتورنه شتون لري،چې ډېريې د هېواد په شمال کې فعاليت لري.ډېر خلک په دغه سکتور کې پر کار بوخت دي.په خواشينۍ سره بايد ووايم،چې په پخواني نظام کې د غالۍ صنعت ته ډېره پاملرنه نه کېده؛نو ځکه اوس هم ددغه سکتور فعاليت څرنګه،چې بايد چټک او غښتلی وي هغسې نه دی.حکومت دنده لري،چې د دغه سکتور پراختيا او غښتلي کولو ته پاملرنه واړوي.د غالۍ سکتور يو دوديز او لرغونی صنعت دی،ډېرې پاملرنې ته اړتيا لري.

پوښتنه: د سوداګرۍ او صنعت د ښه والي لپاره له مسئولينو څه غوښتنه لرئ؟

ځواب: له شک پرته د اسلامي امارت له ملاتړ پرته سوداګري او صنعت وده نه شي کولی؛نو دولتي ادارې دې هڅه او هاند وکړي،چې د سوداګرو،پانګوالو او صنعتکارانو لپاره د کار کولو ښه زمينه برابره کړي.د پانګې د جذب لپاره دې هلې ځلې وکړي،چې وکولی شو د هېواد اقتصادي څرخ غښتلی کړو،چې د خلکو اقتصادي حالت د ښه والي خوا ته لاړ شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *