گزارش

دلوړوزده کړووزارت: دهېوادپه اړونده پوهنتونونوکې ۴۷۱۳۶۰زده کړیالان په لوړو زده کړو بوخت دي

دلوړوزده کړو مسئولین وایي: د هېواد په کچه پوهنتونونو کې (۴۷۱۳۶۰) زده کړیالان په زده کړو بوخت دي،اود۶۰۰۰ زرو مجربواستادانولخوایې تدریسي چارې پرمخ وړل کېږي.

سمیع الله مومند

دلوړوزده کړو مسئولین وایي: د هېواد په کچه پوهنتونونو کې (۴۷۱۳۶۰) زده کړیالان په زده کړو بوخت دي،اود۶۰۰۰ زرو مجربواستادانولخوایې تدریسي چارې پرمخ وړل کېږي.

دلوړوزده کړووزارت د حکومت د رسنیو په مرکز کښې د تېر۱۴۰۱ هجري شمسي کال لاسته راوړنې،فعالیتونو راپور اود راتلونکي پلانونه د رسنیو په حضور کښې ملت ته  وړاندې کړ.

په یاده غونډه کې د لوړوزده کړو وزات علمي مرستیال دوکتورلطف الله خیرخواه وویل:دهېواد د اړتياوو په پام کې نيولو سره د مسلکي بشري ځواک د روزلو په موخه په پوهنتونونوکې د لېسانس په کچه ۲۹ پوهنځي، ۶۵ ډيپارټمنټونه او ۲۴ شپنۍ تحصیلي برنامې ایجاد شوي دي.

خیرخواه زیاته کړه: د متخصص بشري ځواک د پياوړتيا او مسلکي وړتیاوو د لوړاوي په موخه ۹ دوکتورا او ۴۰ ماسټرۍ برنامې ایجاد شوي دي، چې له جملې څخه یې له څه باندې څلوېښت کاله ځنډ وروسته د کابل پولي تخنیک پوهنتون دوه دوکتورا برنامې بیا ځلې فعالې شوي او په افغان نړیوال اسلامي پوهنتون کې (اسلامي اقتصاد او بانکوالي او قضاء او شرعي سیاست) ماسټري او دوکتورا برنامې نوي رامنځ ته شوي، چې د سیمې په کچه د پام وړ دي.

همداشان دعلم د ودې، د شته ستونزو د حل اوهوارې په برخه کې د مسلکي او متخصص ځواک د روزنې په موخه د هېواد د لوړو زده کړو په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره په (۲۵) دولتي پوهنتونونو کې څېړنو (تحقیقاتو) معاونیتونه جوړ شوي او پر فعالیت یې پیل کړی دی.

اوپه همدې ترتیب دنصاب جوړونې، بیا کتنې، پراختیا او معیاري کولو په اساس او د مشرتابه د ځانګړې پاملرنې د نصاب  د ملي کمېسیون، مسلکي کمېټو او ټولو پوهنتونونو له اړوند استاذانو او ذيربطه ادارو او وزارتونو له متخصصینو څخه تشکیل شویو کلسټرونو  په وسیله د دیني او ملي ارزښتونو او نړیوالو معیارونو سره سم په ټولیزه توګه (۹۰) تحصیلي نصابونه نهایي شوي، چې (۷۰) یې د لېسانس، (۱۳) د ماسټرۍ او (۷) د دوکتورا  دورو نصابونه پکې شامل دي او یاده لړۍ لا هم دوام لري.

دنوموړي وزارت مسئولین وایي :د هېواد علمي کادر غړیو د علمي څېړنو او لاسته راوړنو د معیاري کولو، په ملي او نړیواله کچه د خپراوي او د لوړو زده کړو په نړیوال ډګر کې د علمي سیالۍ په موخه (۷) نړیوال او (۳۳) ملي ژورنالونه ایجاد شوي او پر فعالیت یې پیل کړی دی.

همداشان د هېواد په پوهنتونونو کې د استاذانو او علمي کادر غړیو لخوا (۶۱) تألیفي، (۱۸۶) څېړنیز او (۱۹۳) ژباړل شوي علمي آثار تکمیل او (۸۰۷) علمي مقالې په نړیوالو او (۱۵۵۰) علمي مقالې په ملي ژورنالونو کې نشر شوي دي.

د هېواد په تحصیلي ډګر کې د آزاد رقابت له لارې د علمي کادر څه د پاسه (۸۵۰) غړي نوي جذب شوي او (۷۰۸) علمي ترفېعات طی مراحل او تائید شوي دي.

دیاد وزارت مسئولینو زیاته کړه: د هېواد په ټولو لوړو زده کړو بنسټونو کې (۴۷۱۳۶۰) زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې (۱۱۸۰۵۹) یې نوي جذب شوي او (۷۲۴۰۶) یې د کال ترپای پورې فارغېږي .

همداشان د لوړو زده کړو وزارت او سکتوري وزارتونو او ادارو ترمنځ د ګډې همکارۍ، د محصلانو لپاره د عملي زده کړو، فارغ التحصیلانو ته د کارموندنې او د وزارتونو د مسلکي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه ګڼ هوکړه لیکونه لاسلیک شوې دي،په دولتي تحصيلي بنسټونو کې د علمي چارو، څېړنو، ښوونيزو او د محصلانو عملي کار د لا ښه والي په موخه د پنځه ميليونه افغانيو په ارزښت څيړنيز فارمونه، کتابتونونه، کمپيوټرلب او لابراتوارونه مجهز شوي دي،د څه باندې څلور سوه ميليونو افغانيو په ارزښت په امارتي تحصيلي بسنټونو کې (۱۴) ساختماني پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته سپارل شوي دي.

دلوړو زده کړو ویاند حافظ ضياءالله هاشمي دراتلونکي کال دپلانونو په اړه وویل: د۴ پوهنځیو۳۰ ډیپارتمنتونو،۱۰لیسانس ماښامنیوبرنامو۱۰ ماستري برنامو ایجادول، په دولتي اوخصوصي تحصلیي بنسټونوکښې ۶۴نړیوال او۸۰ملي ژورنالونو رامنځ ته کول،۲۰لیسانس۲۰ماسترۍاو۲۰ دکتوراتحصلي رشتواړوندنصابونو بیاکتنه،په ۲۰ دولتي پوهنتونونوکې فزیکي کتابونو تجهیزول اوپه ۲۴ کښې ډیجټلي کتابتونونو رامنځته کول او داسې نورپلانونه په نظرکې نیولي دي چې په راتلونکي کال کې به عملي شي.

دیادوني وړه ده چې د لوړو زده کړو وزارت او د اړونده پوهنتونونو څه د پاسه (۷۰۰) جريبه ځمکه تثبيب او له غصب څخه پاکه او اړونده پوهنتونونو ته سپارل شوې ده.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *