افغانستان

شیخ محمد قاسم خالد: هڅه کوو چې خپلو علمي ډګرونو ته لا پراختیا ورکړو     

د کابل والي د جهان پوهنتون د محصلینو په فراغت غونډه کې د وینا پر مهال ټولو فارغ شويو محصلینو او د دوی کورنیو ته د مبارکي ترڅنګ ټولنې ته د مسلکي کادرونو د روزلو په برخه کې د جهان پوهنتون د استادانو فعالیتونه او هلې ځلې ستایلي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د همدې استادانو په زیار او هڅو سره افغاني ټولنه د پرمختګ پر لور حرکت کوي.

د کابل والي محصلینو ته په خطاب کې ویلي؛ چې تاسو باید د لیسانس په کچه پر زده کړو بسنه ونه کړئ، بلکې ستاسو علمي

مزل باید د ماسټري او دوکتورا تر کچې وي.

ښاغلي خالد زیاته کړې؛ محصلین باید ځان کې ملي او ټولنیز احساس ژوندی وساتي، ځکه چې اوس ستاسو د خدمت پړاو پیل شوی او باید په پوره امانتداري، ریښتینولي او اخلاص سره د هېواد او هېوادوالو خدمت وکړئ.

نوموړي دغه راز زیاته کړې، افغانستان باید اوس په هره برخه کې پرمختګ وکړي، چې دا پرمختګ له زده کړو پرته ناشونی دی.

شیخ محمد قاسم خالد همدا راز ویلي، چې دیني او عصري علوم دواړه د انسان لپاره مهم دي او موږ هڅه کوو، چې خپل علمي ډګرونو ته لا پراختیا ورکړو.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *