افغانستان
د ایران « یزد ایر » هوایي شرکت بلخ ته الوتنې پیل کړ ې
د ایران یزد ایر هوایي شرکت د بلخ او تهران ترمنځ الوتنې پیل کړي دي. په مزارشریف کې د ایران کونسلګرۍ د دغه خبر په خپرولو سره ویلي، چې د هوایي شرکتونو په بیا فعالیت سره به د دواړو هیوادونو د اتباعو د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې شي.
د ایران یزد ایر هوایي شرکت د بلخ او تهران ترمنځ الوتنې پیل کړي دي. په مزارشریف کې د ایران کونسلګرۍ د دغه خبر په خپرولو سره ویلي، چې د هوایي شرکتونو په بیا فعالیت سره به د دواړو هیوادونو د اتباعو د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې شي. د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې؛ د ماهان، تبان او کیش ایر هوايي شرکتونو هم افغانستان ته خپلې الوتنې بیا پیل کړي دي. د بلخ اوسېدونکي وایي، خوښ دي چې افغانستان له ګاونډي هېوادونو او نړۍ سره اړیکې پراخوي او تګ راتګ زیاتېږي.