افغانستانمصاحبه

د وسله وال پوځ له لوی درستیز سره مرکه؛ د وسله‌وال پوځ شمېر مو 2 لکو ته رسېږي

د افغانستان د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت له لوی درستيز ښاغلي فصيح الدين«فطرت» سره مرکه :

د افغانستان د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت له لوی درستيز ښاغلي فصيح الدين«فطرت» سره مرکه :

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ورځپاڼو رياست خبريال د افغانستان د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت د فعاليتونو په اړه د دغه وزارت له لوی درستيز ښاغلي قاري فصيح الدين«فطرت» سره لنډه مرکه کړې،چې لوستوالو ته یې وړاندې کوو :

پوښتنه: همدا اوس مهال د ملي دفاع وزارت په تشکیلاتو کې څومره وسله وال پوځ شتون لری که مشخص عدد یې راته ووایاست ؟

ځواب:د پخواني نظام په نسکورېدو او د افغانستان اسلامي امارت په منځ ته راتلو سره،موږ ډېرې هلې ځلې وکړې،چې د پوځ د مجاهدينو شمېر لوړ کړو.له نېکه مرغه،چې موږ په دغه کارکې شته ستونزې  هوارې کړې او اوس د پوځ شمېر يولک او درې شپېته زرو کسانو ته رسېدلی دی.دغه سرتيري د خپلې خاورې په بشپړتيااو د هېواد په ساتنه کې هر ډول قربانيو او سرښندونو ته چمتو والی لري.

پوښتنه:ایا د اسلامي امارت د پوځ په ليکو کې مجازات او مکافات شته که نه ؟

ځواب:په مجموع کې د اسلامي امارت د ملي پوځ په ليکوکې مکافات کم دي؛خو د متعهد او برجسته کسانو لپاره د مکافاتو هڅه روانه ده . دې کار ته د ملي دفاع وزارت ژمن دی.زموږ د ملي پوځ سرتېري او نور منسوبين د هېواد له لوېشت لوېشت خاورې د ساتنې او دفاع لپاره په ډېرو لرې او ستونزمنو سيمو کې دندې تر سره کوي او په دې لاره کې له هېڅ ډول قربانيو او سرښندنو یې ډډه نه ده کړې. شپه او ورځ خپلې دندې تر سره کولو ته چمتو دي.د نظام د پياوړي کولو لپاره د مجاهدينو، سرتېرو او نورو برجسته منسوبينو مکافات ډېر ارزښت لري.

پوښتنه:د کابل ښار له پاسه ډورن الوتکې ګرځي اياتاسې یې د مخنیوي او دفع هڅه کړې ؟

ځواب:د کابل ښار له پاسه،چې کومې ډورن الوتکې ګرځي،موږ د دغو الوتکو د دفعې لپاره هلې ځلې کوو.افغانستان يو خپلواک هېواد دی،هېڅ هېواد د دې حق نه لري،چې زموږ په فضايي حريم تېری وکړي.څرنګه،چې زموږ هوايي ځواک د تېرو جګړو له امله له منځه تللی دی.د دغو ناوړه شرايطونه د منفي ګټې اخيستنې په موخه ځينې مغرض او مداخله کوونکي هېوادونه نړيوال اصولو او قوانينو ته نه ګوري، د بې دفاع هېوادونو پر فضايي حريم تېرې کوي.ملګري ملتونه دې دغه مداخله کوونکي هېوادونه بايد محکوم کړي.

پوښتنه:هغه مجاهدين ،چې د ملي دفاع وزارت په ليکو کې دنده ترسره کوي له دې شکايت لري،چې ګواکې معاشات يې په ټاکلي وخت نه ورکول کېږي تاسې په دې اړه څه وايئ.؟

ځواب:د افغانستان د ملي دفاع وزارت د مجاهدينو معاشات په ټاکلي وخت ورکول کېږي.موږ د دغو مجاهدينو ستونزې درک کوو.په دې لټه کې يو،چې څنګه دوی ته نورې استانتياوې برابرې شي.همدغه زموږ ګران مجاهدين دي،چې شپه او ورځ د خپلې خاورې او هېواد ساتنه کوي او په دې لاره کې هېڅ راز قربانۍ او سر ښندنې نه سپموي .

بلال

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *