افغانستان

په کابل نړیوال هوايي ډګر کې ۲ پروژې پرانیستل شوې او د ۲ نورو پروژو کار پیل شو

په کابل نړیوال هوايي ډګر کې پرون، د شاوخوا ۲۲۸ زره ډالرو په ارزښت، دوه پروژې پرانیستل شوې او د دوو نورو پروژو چارې پیل شوې.

په کابل نړیوال هوايي ډګر کې پرون، د شاوخوا ۲۲۸ زره ډالرو په ارزښت، دوه پروژې پرانیستل شوې او د دوو نورو پروژو چارې پیل شوې.

د کابل نړیوال هوايي ډګر رئیس مولوي عبدالهادي محمد، باختر آژانس ته وویل چې په دغو پروژو کې د خیبر څلورلاره چې د ۷۰ زره ډالرو په لګښت د «سوپر کولا» شرکت له خوا جوړه شوې ده او دغه راز د کابل هوايي ډګر عمومي دروازه چې د نږدې ۳۰ زره ډالرو په لګښت د «هریرود» ساختماني شرکت په مالي مرسته جوړه شوې ده؛ پرون پرانیستل شوه.

د هغه په وینا، د۷۰ زره ډالرو په لګښت، د کابل نړیوال هوايي په خارجي ترمینل کې د برقي زینو د جوړولو چارې هم پیل شوې چې د «کام ایر» هوايي شرکت له خوا جوړېږي.

همدا رنګه، د حضرت مصطفی (ص) په نوم جومات د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

دغه جومات په ۱۰۴ متره مربع ساحه کې د «ارو پټرولیم» شرکت په شخصي لګښت د ۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي چې په یوه وخت کې د ۹۰ لمونځ کوونکو وړتیا لري.

د کابل نړیوال هوايي ډګر رئیس له هغو شرکتونو څخه مننه وکړه چې د دغو پروژو په تطبیق کې ونډه اخیستې ده.

د هغه د معلوماتو له مخې؛ اوسمهال په کابل نړیوال هوايي ډګر کې هره میاشت شاوخوا ۱۰۰ کسان تګ راتګ کوي چې له دې جملې څخه څه د پاسه ۶۰ زره یې بهرنیان دي.

دغه راز، له دغه هوايي ډګر څخه هره ورځ تر ۳۰ پروازونه ترسره کېږي او یوازې په تېره میاشت کې، له ۷۵ هېوادونو څخه ۱۰ زره ۷۰۰ بهرنیان هېواد ته راغلي دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *